وزيراعظم محمد شهباز شريف هېواد اتومي طاقت جوړونكو ټولو اتلانو ته پېرزوئنې وراندې كړې

  اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف هېواد اتومي طاقت جوړٶنكو ټول اتلانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د پاكستان اتومي طاقت ټول عمري لپارره زمونږ دفاعي اثاثه ده۔ د وفاقي کابينې غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل په 10 مئي ټول قام د معرکه حق سالګره په زړه پورې ډول ولمانځله ٬ لزي څښتن پخپل فضل و كرم  پاکستان ته ھغه …

 

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف هېواد اتومي طاقت جوړٶنكو ټول اتلانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د پاكستان اتومي طاقت ټول عمري لپارره زمونږ دفاعي اثاثه ده۔ د وفاقي کابينې غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل په 10 مئي ټول قام د معرکه حق سالګره په زړه پورې ډول ولمانځله ٬ لزي څښتن پخپل فضل و كرم  پاکستان ته ھغه فتح٬ نصرت ٬ عزت او وقار وركړو كوم چې ملي وحدت او د اتحاد او اتفاق نتيجه وه٬ ټول په دې معركه كښې متحد وٶ٬ ده ووئېل پاك پوځ په مړانه دښمن ته سخت ځواب وركړے كوم چې به ھغوي ترقيامته ياد ساتي٬ اوس 28 مئي راروان دے٬ تاريخ به دا ورځ تل ياده ساتي٬ د پاكستان اتومي طاقت تر قيامته زمونږ دفاعي اثاثه ده۔ ده ووئيل پاکستان تل دا سوچ او قامي بيانيه لري چې زمونږ اتومي پرواګرام دفاعي مقاصدو لپاره دے، نه چېد جارحيت لپاره او هم دا سبب دے چې نن نړۍ پاکستان د يو ذمه وار اتومي قوت په توګه پېژني۔ ده هېواد اتومي طاقت جوړوٶنكو سائنسمدارو، سياست مدارو، ادارو او حکومتونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ذوالفقار علي بھټو د دې پروګرام باني ؤ او زما قائد نواز شريف دا پروګرام پائې ته رسولے۔ وزيراعظم په دې لړ كښې ټولو اتلانو ته سلام  كولو سره ووئيل پاكستان اتومي طاقت جوړولو نه پس اوس مونږ له هېواد معاشي قوت جوړول دي كوم لپاره چې مونږ د يوې ډلې په حېث شپه او ورځ هڅې كوٶ او د دې هلو ځلو نتيجې په قلاره قلاره رامخئ ته كېږي٬ دا سفر سخت او اوږ دے خو چې كوم قامونه د ستونزو او چېلنجونو د مخې  پرېكړه وكړي نو كاميابي ئې مقدر شي۔ وزيراعظم ووئيل په منطقه كښې جنګ څخه ټول معيشتونه  د مسئلو سره مخ دي۔ في الحال عارضي جنګ بندي شوې ده٬ پاکستان كښې صورتحال د منطقې د نورو هېوادونو په مقابل كښې ښه دے٬  ده ووئېل دلته قطارونه نه دي جوړ شوي٬ ټول په ګډه د صورتحال په ښه ډول مخنيوي لپاره كار كوي۔ وزيراعظم د ترهګرۍ په مخ نيوي كښې  د خپل ځان قربانونكي د رېلوے ملازم لياقت ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دا د قام اتل دے٬  ده ووئېل د ترهګرۍ په ضد چې كومې قربانۍ پاك پوځ٬ امنيتي ځواكونه٬ قانون نفاذ كوونكې ادارې او وګړي وركوي د نړۍ په تاريخ كښې مثال نه لري ۔ دغسې د وفاقي کابينې په غونډه كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره فاتحه خواني هم وشوه۔

مزید خبریں