د رېلوے وزير د بارکھان په نوشام سيمه كښې په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد 14 مئي  (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د بلوچستان د بارکھان  ضلعې په نوشام سيمه كښې په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د فتنه الهندوستان د 7 ترهګرو په وژلو د مېړنو ځوانانو د وظيفائي صلاحيتونو او قربانيو ستائنه وكړه۔ د رېلوے وزارت لخوا د جاري بيان له مخې محمد حنيف عباسي د آپريشن  په مهال شهيد شوي …

 

اسلام آباد 14 مئي  (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د بلوچستان د بارکھان  ضلعې په نوشام سيمه كښې په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د فتنه الهندوستان د 7 ترهګرو په وژلو د مېړنو ځوانانو د وظيفائي صلاحيتونو او قربانيو ستائنه وكړه۔ د رېلوے وزارت لخوا د جاري بيان له مخې محمد حنيف عباسي د آپريشن  په مهال شهيد شوي ميجر توسيف احمد بھټي، نائيک فدا حسين، عسكرو ذاکر حسين،  سهيل احمد او  محمد اياز ته سلام كولو سره ووئيل شهيدانو د وطن دفاع لپاره په لازواله قربانۍ وركولو د قام سر په وياړ هسك كړے ۔ ده ووئيل قام به د خپلو مېړنو ځواكونو او شهېدانو قربانۍ  هېڅ كله نه هېروي۔ وفاقي وزير د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهګرۍ د لعنت خاتمې لپاره ټول قام  د خپلو امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے

مزید خبریں