وفاقي وزير جام كمال سره د څرمنې صنعت نمائنده پلاوي ملاقات ، په مسابقتي چيلنجز   او اصلاحاتي وړاندېزونو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د څرمنې صنعت يو نمائنده پلاوي د زيارت په ورځ وليدل٬ په دې موقع د څانګې په برامدي كاركردګۍ٬ مسابقتي چيلنجز، د ټيکس فشار، تر مارکيټ رسنې كښې په ستونزو او په اصلاحاتي وړاندېزونو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې مقصد ېې صنعتي ترقي او برآمدي صلاحيت ته وده وركولو وو۔ د ملاقات په مهال …

 

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د څرمنې صنعت يو نمائنده پلاوي د زيارت په ورځ وليدل٬ په دې موقع د څانګې په برامدي كاركردګۍ٬ مسابقتي چيلنجز، د ټيکس فشار، تر مارکيټ رسنې كښې په ستونزو او په اصلاحاتي وړاندېزونو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې مقصد ېې صنعتي ترقي او برآمدي صلاحيت ته وده وركولو وو۔ د ملاقات په مهال د پلاوي غړو ووئيل د پاکستان مضبوط لائيوسټاک بيس، د مينوفيکچرنګ مهارت او د څرمنې ملبوسات، دستانې، پېزار، هينډ بيګ او نور ويليو ايډډ څيزونو كښې د برامدي صلاحيت باوجود دې څانګې ته يو شمېر ساختي خنډان رامخې ته دي۔ پلاوي د وفاقي او صوبائي او د ميونسپل چارواكو لخوا يو شمېر معائنې٬ منظورۍ٬ سرټيفيکيشنز او يو شمېر ټېكسونو څخه په ورمخې ته شوې مجموعي بار د اندیښنې څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير پلاوي ته باور وركړو چې حكومت به د څرمنې صنعت ته د ورمخې ته مسئلو حل لپاره اقدامات كوي۔