د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د كويت خارجه وزير شيخ جراح جابر الاحمد الصباح سره په ټېليفون خبرې

  اسلام آباد 13 مئی (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د كويت خارجه وزير شيخ جراح جابر الاحمد الصباح سره په ټېليفون خبرې كړې دي ۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كويت خارجه وزير شيخ جراح جابرالاحمد الصباح د امريكې او ايران ترمينځه خبرو اترو او د روابط ودې لپاره د وزيراعظم٬فيلډ مارشل او د …

 

اسلام آباد 13 مئی (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د كويت خارجه وزير شيخ جراح جابر الاحمد الصباح سره په ټېليفون خبرې كړې دي ۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كويت خارجه وزير شيخ جراح جابرالاحمد الصباح د امريكې او ايران ترمينځه خبرو اترو او د روابط ودې لپاره د وزيراعظم٬فيلډ مارشل او د نائب وزيراعظم و خارجه وزير لخوا شوې د امن هڅې وستائېلې۔هغه سيمه ايز امن او استحكام مخ په وړاندې بوتللو كښې د پاكستان د  مثبت او ګتور كردار ستائنه وكړه۔دواړو لارښودو د آبنائے هرمز بندېدو په نړيوال معيشت پريوتونكو پراخا اثرات باندې هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د موجوده صورتحال د امناكه  او تل پاتې حل هيله يې څرګنده كړه۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د منطقې او د دې نه بهر امن او استحكام لپاره د ټولو ممكنه هڅو روانه ساتلو لپاره د پاكستان حكومت د عزم پخلے وكړو۔(