د پهلګام پېښې نه پس په نړيواله كچه د هند تشخص ځپلے شوے، د ”شائننګ انډيا“بيانيه په نړيواله تنهائۍ  بدله شوه ۔عطاء الله تارړ

اسلام آباد 13 مئي  (اے پي پي ) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د پهلګام پېښې نه پس په نړيواله كچه د هند تشخص ځپلے شوے دے ، د  ”شائننګ انډيا“بيانيه په نړيواله تنهائۍ بدله شوه ، پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد د فرنټ لائن رياست دے،په دې جنګ كښې وركړې شوي قربانۍ د نه هيرولو دي،په پاکستان تور لګونكے هند پخپله بهر …

اسلام آباد 13 مئي  (اے پي پي ) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د پهلګام پېښې نه پس په نړيواله كچه د هند تشخص ځپلے شوے دے ، د  ”شائننګ انډيا“بيانيه په نړيواله تنهائۍ بدله شوه ، پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد د فرنټ لائن رياست دے،په دې جنګ كښې وركړې شوي قربانۍ د نه هيرولو دي،په پاکستان تور لګونكے هند پخپله بهر هېواد د سکھ لارښودو په وژنه كښې ككړ دے او خپلو كورنيو مسئلو له بهرنې او بهرنو مسئلو له داخلي رنګ وركول د هغوي عادت دے، ترهه ګري د هند كورنۍ او جموں و کشمير نړيواله مسئله ده۔ د معرکه حق په مهال قام او د وسلو ځواكونو  اتحاد د پاکستان دفاعي صلاحيتونه رامخې ته كړي او د هېواد وقار زيات شوے، پاکستان ته نن د يو سنجيده هېواد په حېث كتلے كيږي كوم چې د نړيوالو شخړو هواير كښې کردار ترسره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ انسټيټيوټ آف سټريټجك سټډيز كښې د انډيا سټډي سينټر تر سيوري لاندي ‘‘Marka-e-Haq:Victory in the Battlefield and Beyond’’ په سرخط سيمينار ته وينا كښې وكړه۔دستوره كښې د انسټيټيوټ آف سټريټجك سټډيز چيئرمېن  او د بورډ آف ګورنرز ايمبيسډر خالد محمود، پخوانے خارجه وزير جليل عباس جيلاني، د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي، پخوانے وائس چيف آف ايئر اسټاف ايئر مارشل ريټائرډ فاروق حبيب، نوموړے سټريټجكي تجزيه کار احمد حسن العربي پشمول مهم شخصيات هم موجود وو۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل هند په پاکستان جنګ مسلط کړے ؤ ، پاکستان عمر له په امن باور لري او د امن علمبردار دے۔ده ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد فرنټ لائن رياست دے، مونږ د ترهه ګرو او نړۍ ترمينځه ديوال او ډھال جوړ شويي يو۔ده ووئيل د هند بيانيه او سټريټجي كښې تضادات دي او مطابقت نه لري  ۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونه جموں و کشمير اولس له د خپلواكۍ حق وركوي۔ وفاقي وزير ووئيل كله چې پهلګام پېښه رامخې ته شوه نو هند فالس فليګ آپريشن له هوا وركولو او د بے بنسټه بيانيې جوړولو هڅه وكړه كومه كښې چې ډېر تضادات وو۔ د پهلګام پېښې يو څو دقيقي پس اېف آئي آر درج كړے شو،  د كومو پلټنو نه غېر تور په پاکستان ولګولے شو۔ده ووئيل پهلګام د لائن آف کنټرول څخه د سلو کلو ميټرو نه په زياته فاصله دے،داسې كښې دا څنګه ممکن ده چې  كوم د تګ راتګ  تور لګولېےكيږي د هغې درك هم نه نوي لګولے شوے۔ ده ووئيل څنګه چې د پهلګام پېښه رامخې ته شوه نو مونږ په سمدستي توګه متحرك شو۔ د بيانيې اصل قوت رياستي ادارو ترمينځه اتحاد، همغږي او په شريك عمل كښې پروت وي،ټولي رياستي ادارې يو موټې وي،زمونږ مقصد او هدف دا وو چې رښتيا په موثره ډول  نړۍ ته وښودلے شي۔ده ووئيل د مئي جنګ په مهال زمونږ بيانيه ځكه قوي وه چې مونږ په وخت ، په سم فورم او په موثر ډول رښتيا نړۍ ته ښودلي،د بيانيې په جنګ كښې اهميت د اصل خبري وي چې صحيح خبره ، په وخت او په سم فورم وكړې شي۔ عطاء الله تارړ ووئيل دا ضروري وي چې سټريټجکي بيانيې په اړه مخصوص او تفصيلي كمپائن ترتيب كړے شي،د بيانيې په محاذ مونږ هغه وخت لوي تقويت ترلاسه كړو كله چې وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان ملټري اکيډمي كښې خطاب کښې د پهلګام پېښې پاكو، غير جانبداره او د خپلواكه پلټنو وړانديز وكړو۔نن په يو كال تيريدو  د هند د اړخه زمونږ د وړانديز كوم ځواب نه دې راغلے او نه ئې راكولې شي ځكه چې ټولو ته معلومه ده چې د پهلګام پېښه يو فالس فليګ آپريشن ؤ۔ ده ووئېل پاکستان ثابته كړي چې زموڼږ لاس پاك دي دغسې هند د پلټنو څڅه دډه كړي او بيا ئې هغه  د فالس فليګ آپريشن په جواز په پاکستان کښې بے ګناه وګړي او شهري آبادي په نښه كړه۔ ده ووئيل د هند موقف ته په نړيواله كچه دغه عمل څخه زيان رسيدلے۔ده ووئيل مونږ ځائي و نړيوالو خبريالنو يو پلاوې بيله نور شاه ته بوتللو چرته چې هند د ترهه ګرو د کيمپونو تور لګولے ؤ۔ مونږ خبريالان هغه ځائې ته ورسول دغسې چې نړۍ ته وښودلې شي چې د هند تورونه بے بنسټه دي۔ دغسې بله ورځ زمونږ مريدکے او بهاولپور ته د تللو پروګرام وو خو په دې مهال هند جارحيت وكړو۔ده ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې د خپل حق ترمخه قوي او د پريكړي وړ ځواب وركولو حق لرلو۔ وفاقي وزير ووئيل د بيانيې په محاذ مونږ نړيوالي ميډيا سره په رابطه كښې وو ځكه چې زموڼږ سره نړۍ ته ښودلو لپاره هرڅه وو۔ ده ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د فرنټ لائن رياست دے۔ده ووئيل كله چې هم كوم پاکستانے خپل ځان قرباني كوي نو هغه يواځې د هېواد لپاره نه بلكه د ټولي نړۍ محفوظولو لپاره وي۔ده ووئيل د نړۍ كوم هم هېواد داسې نه شته كوم چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې 90 زره ځاني قرباني وركړي وي او په اربونو ډالره معاشي زيان ئې پورته كړے وي ۔وفاقي وزير د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د مړاني قيادت ته پيرزونئې وړاندې كولو سره ووئيل پاکستان چې په څه ډول مقابله کړې د ټول قام حوصلې ئې لوړې كړي۔ وفاي وزير عطاء الله تارړ ووئيل پاکستان يو ذمه وار هېواد دے ، د معرکه حق په مهال پاکستان د دښمن پوځي اهداف او پوځي اډې په نښه كړي د دې برعكس هند په شهري سيمو بريدونه كړي۔ وفاقي وزير ووئيل د هند 8 الوتكي چې رانسكوره كړې  شوي نو دغې سره د هند غرور مات شو۔د نړۍ په وړاندې فضائي معرکه كښې زمونږ بيا ثابت شوه ۔ده ووئيل زمونږ بحريه هم د هر ډول جارحيت ځواب وركولو له چمتو وه، معرکه حق كښې ټول قام يو موټے او  د خپل پوځ سره ولاړ ؤ،مونږ خپل سياسي اختلافات ختم كړې وؤ۔ ده ووئيل ټولي نړۍ وكتل چې پهلګام فالس فليګ آپريشن او په پاکستان لګولې شوي تورونه بے بنسټه وو ۔ د پاکستان کاميابي د دې خبري ثبوت دے چې هېواد كښې په ځائې توګه جوړ دفاعي آلات او ټيکنالوجي د چا څخه كمه نه ده۔ وفاقي وزير ووئيل د معرکه حق نه پس د پاکستان عزت او وقار ظيات شوے،په نړيواله كچه د پاکستان اهميت او کردار ښكاره شوے۔اوس د پاكستان نامه په عزت سره اخستلې كيږي او دې ته د يو سنجيده هېواد په توګه كتلے كيږي۔ده ووئيل نن نړۍ د پاکستان د صلاحيتونو استعداد مني دغسې بل پلو ختيز ګاونډي په اربونو ډالره لابنګ فرمز او په پي آر فرمز مصرف كړي خو نن د شائننګ انډيا په ځائې د تنهائي ښکار دے۔ عطاء الله تارړ ووئيل معرکه حق څخه د قام سر په وياړ هسك شوے، ان شاء الله پاکستان به پرمختګ كوي او دا عظيم قام به په خپل هېواد فخر کوي۔

 

 

 

مزید خبریں