اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د ټولو صوبو او هېواد د بقاء جنګ دے،د پاکستان په ضد جنګ د کابل حکومت د لارې كيږي،څه چې د ډيلي سره شوي هغه به د کابل سره هم كيږي،د پاکستان وسله وال ځواكونه د بلتستان نه تر ګوادر د پاکستان لپاره شهيدان وركوي ۔د شورو په …
د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د ټولو صوبو او د هېواد د بقاء جنګ دے،د پاکستان خلاف جنګ د کابل حکومت د لارې كيږي،څه چې د ډيلي سره شوي هغه به د کابل سره هم كيږي ۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د ټولو صوبو او هېواد د بقاء جنګ دے،د پاکستان په ضد جنګ د کابل حکومت د لارې كيږي،څه چې د ډيلي سره شوي هغه به د کابل سره هم كيږي،د پاکستان وسله وال ځواكونه د بلتستان نه تر ګوادر د پاکستان لپاره شهيدان وركوي ۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د اپوزيشن غړو لخوا د پورته كړو نکات په ځواب كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې دا مهال د ترهه ګرۍ په معامله وفاق د خېبر پښتونخوا حکومت سره ولاړ دے،زيان زمونږ يو دے، پاکستان د کابل حکومت سره خبري اتري كړي خو هغوي خپله خاوره د پاكستان په ضد د نه كارولو په اړه هيڅ ډول تحريري مرستي له چمتو نه دي ،دا مهال د افغانستان حکومت د هند او هندواتوا پراکسي جوړ شوے ، ده ووئېل معرکه حق كښې د ماتي نه پس هند د لوي څښتن په فضل وکرم سره د پاکستان په ضد نيغ په نيغه د جنګ جرات نه شي كولې،اوس د پاكستان په ضد ټول جنګ د کابل حکومت د لارې كيږي۔د دفاع وزير ووئېل افغانستان په ملاتړ او سهولت کارۍ د پاکستان په خاروه ترهه ګري كيږي،د دې چاپيرچل باوجود پاکستان د افغانستان سره خبرې اترې كړي د كومو چې څه نتيجه نه ده ترلاسه شوي۔ د دفاع وزير ووئيل كيدے شي چې كوم دريم هېواد د لارې د رابطې هڅي كيږي او په دې اړه حتمي خبره نه شي كېدې۔د دفاع وزير ووئيل د ترهه ګرۍ په معامله تر ډېرې مودې مونږ سره د خېبر پښتونخوا حکومت مرسته نه ده كړي خو اوس مرسته كيږي،دا ښه خبره ده چې د ترهه ګرۍ په ضد ټول يو دے۔د دفاع وزير ووئيل پاکستان په ديانتدارۍ سره د درېو هېوادونو ترکيه،قطر او سعودي عرب د لارې هڅه كړي او مونږ بيا بيا دا خبره كړي چې د ترهه ګرو ملاتړ مه كوي۔د دفاع وزير ووئيل د پاکستان وسله وال ځواكونه د بلتستان نه تر ګوادر د پاکستان لپاره شهادتونه وركوي، بايد د سياسي ګټي لپاره نه بلكه د پاکستان لپاره خبره وكړې شي۔ده ووئيل تيره ورځ يو ليفټيننټ کرنل شهيد شوے،د پوځ شناخت د پاکستان دے، درې مياشتي وړاندې د خېبر پښتونخوا حکومت د اړخه د ترهه ګرۍ په معامله كومه مرسته نه كيدله،اپوزيشن غړو له معرکه حق دستورو كښې د ګډون كولو بلنه وركړې شوي خو هغوي دستورو كښې ګډون ونه كړو۔د دفاع وزير ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د پاکستان، د ټولو صوبو او د هېواد د بقاء جنګ دے،د وسله والو ځواكونو او قانون نافذ کونكو ادارو شناخت يواځې پاکستان دے۔(










