واړه او  د مېنځنۍ درجې صنعتونه د هېواد د معيشت پرمختګ كښې او په برامدات كښې د زياتوالي بشپړ  استعداد لري۔ وزيراعظم شهباز شريف

  اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي واړه او د مېنځنۍ درجې صنعتونه د هېواد د معيشت پرمختګ كښې او په برامدات كښې د زياتوالي  بشپړ  استعداد لري٬ کمرشل بينکونو لخوا دې دې صنعتونو ته په آسانۍ سره پور وركولو لپاره اقدامات وكړے شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز …

 

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي واړه او د مېنځنۍ درجې صنعتونه د هېواد د معيشت پرمختګ كښې او په برامدات كښې د زياتوالي  بشپړ  استعداد لري٬ کمرشل بينکونو لخوا دې دې صنعتونو ته په آسانۍ سره پور وركولو لپاره اقدامات وكړے شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د وړو او مېنځنۍ درجې صنعت ودې لپاره د حکومتي اقدامات د جاج اغستو غونډه وشوه ٬ غونډه د سميډا لخوا د وزيراعظم په هدايات د عملدرآمد د پيشرفت نه خبر كړه شوه ۔ وزيراعظم ووئيل واړه د او مېنځنۍ درجې صنعتونه د هېواد د معيشت پرمختګ او په برامدات كښې د زياتوالي بشپړ  استعداد لتر برآمدي ماركيټ رسنې لپاره په هنګامي بنيادونو كار كوي۔ وزيراعظم امر وكرٶ چې سميډا او د صنعت وزارت لخوا جوړه كړې تګلاره  د اطمينان وړ ده ، په ټاكلې موده كښې د سر كوونكو هدفونو لپاره دې د عمل وړ تګلاره وړاندې كړې شي، کمرشل بينکونو لخوا دې  صنعتونو ته په آسانۍ سره پور وركولو لپاره اقدامات وكړے شي، ده ووئېل د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې په صنعتونو كښې د مېرمنو شموليت لپاره پورته كړې شوي اقدامات خوشبينه دي، مېرمنو له تر آسان پور رسنه او د مصنوعات په برآمدات كښې معاونت لپاره  اقدامات لا موثره كړے شي، د صنعت او پيداوار وزارتِ او د سټيټ بينک لخوا بريفنګ كښې غونډې ته ووئيل شول د سميډا لخوا د وزيراعظم امر له مخې وړو او د مېنځنۍ درجې صنعتونو ودې لپاره په 8 تزويراتي څانګو كښې 48 اقدامات نافذ كوٶ كوم چې به په راتلونكې دوو او څلورو كالو كښې مرحله وار د پرمختګ هدفونه سر كول باوري كړي۔۔ په غونډه كښې د سميډا بورډ په اقدامات او د ايس ايم ايز پرمختګ لپاره د تربيې پروګرامونو په اړه په پورته كړو اقداماتو هم بريفنګ وركړے شو٬ د سېټېټ بېنك ګورنر هم غونډې ته ووئيل  په تېر مالي كال كښې نجي څانګې ته وركړے شوے پور 1.1 ټريلين روپۍ ٶ او سږ كال په انهه مياشتو كښې پور د 904 اربه روپو په هدف اوړېدلے دے چې پكښې واړه او د مېنځنۍ درجې صنعتونو ته د 28 فيصده پورنو زياتواالے شامل دے ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، جام کمال خان، ډاکټر مسعود مصدق ملک، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، وزيرِ مملکت بلال اظهر کياني، خاص مرستيال هارون اختر،د قامي اسمبلۍ غړو سيده نوشين افتخار، محسن شاهنواز رانجھا، د سېټېټ بېنك ګورنر جميل احمد، د سميډا سي اي او ناديه ستي او اړوند چارواكو ګډون كولو