اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف او صدرِ مملكت آصف علي زرداري د اړخه د ريلوے شهيد ګينګ ميټ لياقت علي لپاره پس د مرګه د “ستارهٔ شجاعت” په منظورۍ د اطمينان او منني څركندونه وكړه۔د شورو په ورځ د ريلوے وزارتِ د اړخه جاري شوي بيان كښې وفاقي وزير حنيف عباسي د صدرِ مملكت او …
د ريلوے وزير شهيد ګينګ ميټ لپاره پس د مرګه د ستارهٔ شجاعت په منظورۍ وركولو د صدر مملكت او وزير اعظم مننه وكړه
اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف او صدرِ مملكت آصف علي زرداري د اړخه د ريلوے شهيد ګينګ ميټ لياقت علي لپاره پس د مرګه د “ستارهٔ شجاعت” په منظورۍ د اطمينان او منني څركندونه وكړه۔د شورو په ورځ د ريلوے وزارتِ د اړخه جاري شوي بيان كښې وفاقي وزير حنيف عباسي د صدرِ مملكت او وزيرِاعظم د زړه د كومي مننې كولو سره دا پريكړه د شهيدانو لپاره لوئ قومي اعزاز وګرځولو۔ده ووئيل دا پريكړه د شهيد لياقت علي د ترهه ګرۍ په ضد د ځانګړي قرباني، جرات او فرض شناسۍ اعتراف دے ،دا پريكړه نه يواځې د شهيدانو كورنيو لپاره د ډاډ وړ ده بلكه د قامي يووالي، قربانۍ او هېواد سره د ميني پيغام هم وركوي۔ وفاقي وزير ووئيل د شهيد لياقت علي قرباني د ټول ام لپاره د وياړ ، حوصلې او عزم علامت ده۔ بل خوا پاكستان ريلوے په خپل بيان كښې وئيلي دي اداره به د خپلو شهيدانو عظيمې قربانۍ عمر له ياد ساتي او د جوي د كورنيو سره به هر سخت وخت كښې ولاړه وي۔










