اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د بيلجيئم شهزاده ايډورډ ډي لائن لا ټرموئيل او د شهزادګئ ازابيلا اورسيني ډي لائن لا ټرموئيل په درناوي كښې د هر كلي مېلمستيا وركړه چې پكښې د پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري،د سېنېټ دوهم چيئرمين سيدال خان ناصر٬ د قامي اسمبلۍ غړو سيد عبدالقادر ګيلاني، سيد علي قاسم ګيلاني، علاؤ الدين جونيجو، شرميلا …
د سېنېټ چيئرمېن د بيلجيئم شاهي كورنۍ په درناوي مېلمستيا٬ د سياسي او سماجي شخصيات ګډون
اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د بيلجيئم شهزاده ايډورډ ډي لائن لا ټرموئيل او د شهزادګئ ازابيلا اورسيني ډي لائن لا ټرموئيل په درناوي كښې د هر كلي مېلمستيا وركړه چې پكښې د پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري،د سېنېټ دوهم چيئرمين سيدال خان ناصر٬ د قامي اسمبلۍ غړو سيد عبدالقادر ګيلاني، سيد علي قاسم ګيلاني، علاؤ الدين جونيجو، شرميلا فاروقي، د امريكې پاكستان لپاره ډپټي چيف آف مشن نټالي بيکر، په اروپا كښې د پاکستان ډائسفوره عامر شيخ او نورو پارلماني غړو سره سره سفيرانو هم ګډون وكړو ۔ د سېنېټ چيئرمېن د دې نه وړاندې د شاهي مېلمنو هركلے وكړو۔ په دې موقع سيد يوسف رضا ګېلاني ووېيل د بېلجيئم د شاهي كورنۍ د غړو پاكستان ته راتګ د درناوي خبره ده۔ ده ووئيل دا د دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ٬ خيرسګالۍ او د شريك احترام علامت ده۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د بيلجيئم شاهي كورنۍ د اروپا تر ټولو زړه او باوقاره شاهي كورنيو كښې شمېرلې كېږي او د دوي د پاكستان دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستي او د خيرسګالۍ پېغام لا مضبوط كړي۔ ده د اولسي روابطو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل د قاموننو ترمېنځه تل پاتې اړيكې يوازې په لوظنامو او ادارو سره نه وي بلكې په كلتوري همكارۍ٬ ذاتي روابطو او په مقصد لرونكې مکالمه اډانه وي۔










