آذربائيجان د پاکستان په مهمو ستراتېژك شراكتدارو كښې يو دے، د وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملک د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف سره خبرې

  اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي  آذربائيجان د پاکستان په مهمو ستراتېژك شراكتدارو كښې يو دے٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځِه قوي اړيكې په شريك باور،  اقدارو او په سيمه ايزو روابطو اډانه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاکستان  كښې د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف سره په ملاقات كښې وكړه چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ د …

 

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي  آذربائيجان د پاکستان په مهمو ستراتېژك شراكتدارو كښې يو دے٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځِه قوي اړيكې په شريك باور،  اقدارو او په سيمه ايزو روابطو اډانه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاکستان  كښې د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف سره په ملاقات كښې وكړه چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال دواړو ډلو د پاکستان او آذربائيجان ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو په لا مضبوطيا٬ روانه مرسته او په شريكه ګټه اډانه د مشتركه منصوبو  په موقعو د خيالاتو څرګندونه وكړه٬ په دې مو قع د آذربائيجان سفير وفاقي وزير ته د راتلونكي ورلډ اربن فورم په اړه بريفنګ وركړو او د باكو د متوقع دورې په مهال ډاکټر مصدق ملك د آذربائيجان د توان او ماحوليات وزيرانو سره په ممكنه ملاقاتونو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔