د ترهه ګرۍ بريد د قام عزم كمزورے كولې نشي، د شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي ۔ د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي

  اسلام آباد 13 مئي  (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئيلي دي د ترهه ګرۍ ناوړه بريد د قام عزم كمزورې كولې نشي، د شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي او د امن دښمنانو له به په هر ډګر ماتې وركولې شي۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې وفاقي وزير لكي مروت كښې د ترهه ګرۍ بريد غندنې كولو سره د پوليس اهلكارو …

 

اسلام آباد 13 مئي  (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئيلي دي د ترهه ګرۍ ناوړه بريد د قام عزم كمزورې كولې نشي، د شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي او د امن دښمنانو له به په هر ډګر ماتې وركولې شي۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې وفاقي وزير لكي مروت كښې د ترهه ګرۍ بريد غندنې كولو سره د پوليس اهلكارو پشمول په  قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندوني سره ووئيل په دې بريد كښې د دوو پوليس اهلكارو پشمول په قيمتي ځاني زيان ټول قام دړدمند دے۔ده د ترهه ګرۍ په بريد كښې د شهيدو شوو كسانو لوړو درجو او ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔وفاقي وزير د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څركندوني سره ووئيل په دې سخت وخت كښې ټول قام  د ځپليو سره كورنيو ولاړ دے۔ده د ځپليو لپاره د زغم دعا اوكړھ۔محمد حنيف عباسي ووئيل د ترهه ګرۍ ناوړه بريد د قام غزم كمزورے كولې نشي او پاكستاني قام له څوك هم ماتې نه شي وركولې۔ده دا عزم څرګند كړو چې د ترهه ګرۍ تر بشپړه ختمولو له به رياست او سكيورټي فورسز جنګ روان ساتي۔وفاقي وزير ووئيل ټول قام د خپلو وسله والو سره ولاړ دے۔ده ووئيل ترهه ګر به چري هم خپلو ناوړو عزائمو كښې برے ونه مومي ځكه چې قام ټول متحد دے۔

مزید خبریں