د 72 زره نه زيات حج كوٶنكي سعودي عرب ته ورسېدل٬ نور 39 فيصده حاجيان به تر 21 مئي ورسيږي۔ د مذهبي چارو وزارت

  مکه مکرمه 13 مئي (اے پي پي) پاکستان څخه د سركاري حج سكيم له مخې د حج كال 2026 فضائي اپرېشن په تندۍ سره روان دے او تر اوسه 72 زره 71 حج كوٶنكي سعودي ته رسېدلي دي كوم چې د مجموعي كوټې 61 فيصد دي او نور 39 فيصده حج كوونكې به تر 21 مئي ورسيږي  ۔  د مذهبي چارو وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د …

 

مکه مکرمه 13 مئي (اے پي پي) پاکستان څخه د سركاري حج سكيم له مخې د حج كال 2026 فضائي اپرېشن په تندۍ سره روان دے او تر اوسه 72 زره 71 حج كوٶنكي سعودي ته رسېدلي دي كوم چې د مجموعي كوټې 61 فيصد دي او نور 39 فيصده حج كوونكې به تر 21 مئي ورسيږي  ۔  د مذهبي چارو وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د آپريشن منظم كولو او د حج كوونكو خدمت لپاره تر اوسه 948 حادمين او ويلفيئر سټاف په مختلف سټيشنز په ځائے كړے شوے څوك چې حج كوونكو ته د هوائي مېدان نه تر استوګنې سهولتونه وركوي٬ د فيسيلي ټيشن اينډ کوآرډنيشن کوآرډنيټير ن له مخې تر اوسه پاكستان څخه په مجموعي توګه   282 پروازونو په حج مشن كښې برخه اخستې٬ دا مهال 67 زره 887 حج كوونكې په مكه مكرمه او 4 زره 184 حج كوٶنكي په مدينه منوره كښې مېشته دي٬ ده ووئيل  تر اوسه په مجموعي توګه 949 اهلكار تعينات شوي چې پكښې 599 معاونين، 184 طبي عمله او 158 خادمين (اېس ډي اېس) شامل دي۔ د مذهبي چارو وزارت له مخې فلائټ آپريشن د شيډول له مخې روان دے او د پاتې حج كوٶنكو راتګ به په مقرره وخت كښې دننه بشپړولې شي۔

مزید خبریں