اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) سټيټ بينک آف پاکستان ته د آئي اېم اېف ايکسټينډډ فنډ فيسلټي (اي ايف ايف) او ريزيلينس اينډ سسټين ايبلټي فيسلټي (آر ايس ايف) پروګرامونو له مخې 1.3 اربه امريكائي ډالره تر لاسه شوي دي۔ د سټيټ بينک لخوا د جاري بيان له مخې د آئي ايم ايف د ايګزيکټو بورډ په 8 مئي كال 2026 ترسره شوې غونډه كښې د اي …
سټيټ بينک ته د آئي ايم ايف پروګرام له مخې 1.3 اربه ډالره تر لاسه شول

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) سټيټ بينک آف پاکستان ته د آئي اېم اېف ايکسټينډډ فنډ فيسلټي (اي ايف ايف) او ريزيلينس اينډ سسټين ايبلټي فيسلټي (آر ايس ايف) پروګرامونو له مخې 1.3 اربه امريكائي ډالره تر لاسه شوي دي۔ د سټيټ بينک لخوا د جاري بيان له مخې د آئي ايم ايف د ايګزيکټو بورډ په 8 مئي كال 2026 ترسره شوې غونډه كښې د اي ايف ايف پروګرام د درېمې جائزې د بشپړېدو نه پس پاكستان لپاره 760 ميلن اېس ډي آر قسط منظور كړے شوے٬ په دغه غونډه كښې د آر ايس ايف پروګرام له مخې د 154 ملين ايس ډي آر د دوېم قسط هم منظوري وركړې شوې ۔ د سټيټ بينك له مخې د مئي په 12مه نيټه كال 2026 د آئي اېم اېف لخوا په مجموعي توګه 914 ملين ايس ډي آر، كومې جې د 1.3 اربه ډالرو برابر دي٬ تر لاسه شوي دي۔ سټيټ بينك ووئيل دا رقم په 15 مئي كال 2026 د ختمېدونكې اوونۍ په مهال به د هېواد د زرمبادله پانګو كښې شاملولې شي۔










