د وزيرِاعظم  د تور زيړي مخنيوي پروګرام سافټ لانچ  سره به د دې رنځ د خاتمې  ابتدا اوشي۔سيد مصطفيٰ كمال

  اسلام آباد 13 مئي  (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال د وزيرِاعظم  محمد شهباز شريف د هيپاټائټس سي مخنيوي پروګرام سافټ لانچ دستوري ته وينا كښې ووئيل د تور زيړي د خاتمې رسممي ابتدا شوې او دا ورځ د دې قامي مشن په اړه ډېر اهميت لري، د لسو كلونو نه د روانو هڅو نه پس دا پروګرام په عملي توګه پيل شوے۔ده ووئيل …

 

اسلام آباد 13 مئي  (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال د وزيرِاعظم  محمد شهباز شريف د هيپاټائټس سي مخنيوي پروګرام سافټ لانچ دستوري ته وينا كښې ووئيل د تور زيړي د خاتمې رسممي ابتدا شوې او دا ورځ د دې قامي مشن په اړه ډېر اهميت لري، د لسو كلونو نه د روانو هڅو نه پس دا پروګرام په عملي توګه پيل شوے۔ده ووئيل د نېشنل ډيټا بيس په مرسته ټول هېواد كښې به سكريننګ كولې شي دې سره به دا عمل مؤثره او پاك شي۔ده ووئيل تور زيړے يو خطرناك رنځ دے او په ټوله نړۍ كښې نزدې 6 كروړه كسان د دې رنځ ښكار دي چې پكښې يو كروړ رنځورانو په پاكستان كښې دي ۔ده ووئيل 80 فيصده رنځوران د دې خبري علم نه لري چې د هيپاټائټس سي ښكار دي او هغه په لاعلمۍ كښې د دې رنز كيريئر دي ۔ مصطفيٰ كمال ووئيل د دې رنزځ په وخت درملنه نه كولو سره دا بيا د ليور كينسرشكل اختياروي ۔ده ووئيل زمونږ د روغتيا موجوده نظامِ د زيات فشار او انهدام ښكار دے او مونږ د “هيلتھ كيئر” په ځائې “سك كيئر” سسټم څخه په بهر راوتللو حقيقي د اولس روغتيا نظام پلو به ځوو ۔ ده ووئيل كوم ډاكټر له چې د ورځې 30 رنځوران كتل وي هغه د درې نيم سوه رنځورانو په كتلو مجبور دے۔ده د دې عزم څركندونه وكړه چې پاكستان به په شپه ورځ محنت كولو سره ډير زر د هيپاټائټس سي د خاتمې پلو پيش رفت وكړي۔

مزید خبریں