نائب وزيراعظم   سينيټر محمد اسحاق ډار د آسټريا خارجه وزير سره ټيليفوني رابطه ، د سيمي په بدل شوي وضعه د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د آسټريا خارجه وزير بيټ مائنل ريسنګر سره ټيليفوني رابطه وكړه او د سيمي په بدل شوي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د نهي په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د آسټريا خارجه وزير په منطقه كښې د امن و استحکام لپاره د پاکستان مثبت کردار او ايران …

 

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د آسټريا خارجه وزير بيټ مائنل ريسنګر سره ټيليفوني رابطه وكړه او د سيمي په بدل شوي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د نهي په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د آسټريا خارجه وزير په منطقه كښې د امن و استحکام لپاره د پاکستان مثبت کردار او ايران و امريکې ترمينځه خبرو اترو او ثالثۍ لپاره د پاکستان هڅي وستائلي۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پرله پسې سفارتي رابطو لپاره د پاکستان د عزم پلخے وكړو چې پكښې د ايران او امريکې ترمينځه د خبرو اترو سهولت کارۍ هڅي هم شاملي دي دغسې چې په منطقه كښې او دې څخه بهر امن و استحکام په ځائې يوساتلے شي۔دواړو خارجه وزيرانو سباؤن كښې نزدې رابطې ساتلو ته هم اتفاق وكړو۔