د وزيراعظم په ګرد هېواد كښې د وېسټ منېجمنټ عصري او كوټلي نظام معارفي كولو او سالډ وېسټ څخه د بجلۍ پيدا كولو روډ ميپ او ټاسك فورس جوړولو سپارښتنه

  اسلام آباد 12 مئي  (اے پي پي) د وزيراعظم په ګرد هېواد كښې د وېسټ منېجمنټ عصري او كوټلي نظام معارفي كولو او سالډ وېسټ څخه د بجلۍ پيدا كولو روډ ميپ او ټاسك فورس جوړولو سپارښتنه كړې۔ د نهي په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې سالډ وېسټ مينجمنټ په اړه مهمه غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو ډاكټر احسن اقبال، علي پرويز ملك، اويس احمد …

 

اسلام آباد 12 مئي  (اے پي پي) د وزيراعظم په ګرد هېواد كښې د وېسټ منېجمنټ عصري او كوټلي نظام معارفي كولو او سالډ وېسټ څخه د بجلۍ پيدا كولو روډ ميپ او ټاسك فورس جوړولو سپارښتنه كړې۔ د نهي په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې سالډ وېسټ مينجمنټ په اړه مهمه غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو ډاكټر احسن اقبال، علي پرويز ملك، اويس احمد خان لغاري، د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناء او علي سره سره د اړوندو ادارو اعلی افسرانو ګډون وكړو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې وزيراعظم د سالډ وېسټ څخه د توان جوړولو له د يوې كوټلې تګلاري تجويز كولو لپاره د ټاسك فورس جوړولو سپارښتنه وكړه۔ ده د اسلام آباد پشمول هېواد كښې د صوبائي حكومتونو سره په ګډه د سالډ وېسټ مينجمنټ عصري او كوټلې نظام معارفي كولو سپارښتنه وكړه۔بيان له مخې وزيراعظم په دې لړ كښې د يو ټاسك فورس جوړولو سپارښتنه وكړه كومه به چې د عصري ټيكنالوجۍ٬ او نړيوالو تجربو په رڼا كښې سفارشات مرتب كوي۔ وزيراعظم مجوزه ټاسك فورس كښې د نجي څانګي او نړيوال شهرت لرونكي پوهانو شموليت باوري كولو هم سپارښتنه وكړه۔