وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي د كېمبرج د امتحاني پرچو د ليك كېدو پېښې نوټس واخست

  اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي د کيمبرج د امتحاني پرچو د ليك كېدو په پېښه د تشويش څرګندونه كولو سره د دې نوټس اخستې۔ ده ووئيل دا ډول پېښې د زرګونو په شمېر د زده كوٶنكي او د دوي مور پلار د ذهني فشار ، اضطراب او بې يقينۍ سبب جوړېږي په خاص توګه ھغه زده …

 

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي د کيمبرج د امتحاني پرچو د ليك كېدو په پېښه د تشويش څرګندونه كولو سره د دې نوټس اخستې۔ ده ووئيل دا ډول پېښې د زرګونو په شمېر د زده كوٶنكي او د دوي مور پلار د ذهني فشار ، اضطراب او بې يقينۍ سبب جوړېږي په خاص توګه ھغه زده كوونكو لپاره كوم چې محنت او ايماندارۍ سره خپله تياري كوي۔ وفاقي وزير ووئيل دا ډېره سنجيده معامله ده٬ کيمبرج له پكار دي چې خپل امتحاني نظام، سکيورټي پروټوکولز او د نګراني نظام لا موثره او مضبوط كړي دغسې چې د  زده كوونكو باور بحال كړې شي۔ ډاکټر خالد مقبول صديقي د دې معاملې په سمدستي توګه نوټس اخستو سره آئي بي سي سي ته امر وكړو چې ھغوي دې د کېمبرج چارواكو سره رابطه كولو سره د معاملې بشپړه كره كتنه وكړي او د زده كوٶنكو د مفاداتو تحفظ لپاره دې په بېړني بنيادونو اقدامات باوري كړي