د وزيراعظم خاص مرستيال فهد هارون د سعودي عرب سفير سره وليدل

  اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزير مملکت او ډيجيټل ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال فهد هارون د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالکي سره ليدلي۔ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو، ډيجيټل ميډيا كښې په كېدونكي پيشرفت او د ميډيا په رامخې ته شوې رجحاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال په بېلو څانګو كښې مرسته او روابطو ته په وده …

 

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزير مملکت او ډيجيټل ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال فهد هارون د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالکي سره ليدلي۔ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو، ډيجيټل ميډيا كښې په كېدونكي پيشرفت او د ميډيا په رامخې ته شوې رجحاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال په بېلو څانګو كښې مرسته او روابطو ته په وده وركولو خبرې اترې هم وشوې۔ دواړو مشرانو د پاكستان او سعودي ترمېنځه د اوږدې مودې اړيكو په اهميت رڼا اچولو سره  په تندۍ سره په بدلېدونكې ډيجيټل نړۍ كښې د ميډيا او ابلاغ چارو په اړه د پرله پسې رابطو او مشاورت په ضرورت زور رواړو۔ ملاقات په ښه ماحول كښې پائې ته ورسېد او دواړو اړخونو په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته او شريكه خېرسګالي لا مضبوطولو لپاره د عزم پخلې وكړو۔