د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل مالياتي خساره د مجموعي قومي پيداوار يو فيصد څخه هم ښكته راغلې:خرم شهزاد

  اسلام آباد 12 مئي  (اے پي پي) د خزاني وزير صلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل مالياتي خساره د مجموعي قومي پيداوار يو فيصد څخه هم لاندې كچې ته راغلي،  بنيادي سرپلس، بهرنۍ  کھاتې قوي كولو او مجموعي معاشي استحکام كښې ښه والې راغلې۔د نهي په ورځ د سماجي رابطه په ويب سائيټ ايکس خپل پيغام كښې ده ووئيل د پاکستان مالياتي …

 

اسلام آباد 12 مئي  (اے پي پي) د خزاني وزير صلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل مالياتي خساره د مجموعي قومي پيداوار يو فيصد څخه هم لاندې كچې ته راغلي،  بنيادي سرپلس، بهرنۍ  کھاتې قوي كولو او مجموعي معاشي استحکام كښې ښه والې راغلې۔د نهي په ورځ د سماجي رابطه په ويب سائيټ ايکس خپل پيغام كښې ده ووئيل د پاکستان مالياتي صورتحال كښې يو لوئ بدلون رامخې ته شوې ،  تازه مالياتي سمري نه يواځې ښه معاشي نظم و نسق بلکه د قوي معاشي بنيادونو او كوټلي پرمختګ او نمو هم عكاسي كوي،د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل مالياتي خساره د مجموعي قامي پيداوار (جي ډي پي) يو فيصد څخه هم لاندې راغلې۔ ده ووئيل د مالي كال وړومبو 9 مياشتو كښې بنيادي سرپلس د جي ډي پي 3.2 فيصده ته رسېدلې دغسې تير مالي كال دې مودې په مهال 3  فيصده غيرمعمولي سرپلس ريکارډ کړې شوې و كوم چې محتاط او په نظم و ضبط د اډانه مالياتي پاليسيو څركندونه ده ٬ دا صورتحال سرکاري ماليات كښې ښه والې، معاشي استحکام او اقتصادي بحالي په ګوته كوي۔ده ووئيل تيرو دوو كلونو په مهال د جي ډي پي تناسب سره د ټېكسونو شرح او مجموعي ريونيو ټو جي ډي پي شرح كښې پرله پسې زياتوالې رامخې ته كيږي