اسلام آباد۔12مئی(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د هېواد په معاشي پرمختګ او برآمدات كښې د ټېكسټائل څانګې اهميت تسليمولو سره د صنعت لخوا د وړاندېزونو او سفارشاتو د بجټ سازۍ په عمل كښې د تفصيلي جاج اغستو باور وركړے دے۔ دا خبره ده د نهې په ورځ دلته د پاكستان ټېكسټائل او ملبوسات صنعت اعلی كچې پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ په پلاوي …
ټېكسټائل څانګه د هېواد په برآمداتو كښې مهم كردار ترسره كوي: د صنعت لخوا د وړاندېزونو او سفارشاتو به د بجټ جوړولو عمل كښې جاج اغستلې شي: د خزانې وزير د ټېكسټائل صنعت پلاوي سره ملاقات كښې خبرې
اسلام آباد۔12مئی(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د هېواد په معاشي پرمختګ او برآمدات كښې د ټېكسټائل څانګې اهميت تسليمولو سره د صنعت لخوا د وړاندېزونو او سفارشاتو د بجټ سازۍ په عمل كښې د تفصيلي جاج اغستو باور وركړے دے۔ دا خبره ده د نهې په ورځ دلته د پاكستان ټېكسټائل او ملبوسات صنعت اعلی كچې پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ په پلاوي كښې ګرد هېواد څخه د چېمبرز، اېسوسی اېشنز، برآمد کنندګان او صنعت سره تړون لرونكو مهمو شخصياتو ګډون كولو۔ پلاوي وفاقي بجټ 2026-27 لپاره په وړاندېزونو او سفارشاتو مشتمل بشپړ پېكج وړاندے كړو چې مقصد يۍ د هېواد ټېكسټائل صنعت او برآمدي صنعت مسابقت او تلپاتې او د اوږدې مودې ترقي مضبوطول دي۔ پلاوي په دې خبره زور راوړو چې د ټېكسټائل څانګه د پاكستان په معيشت كښې مهم كردار ترسره كوي۔ پلاوي يو شمېر اړوند پالېسي سفارشات وړاندی كړل چې مقصد يۍ پېداواري لګښت كمول ٬ صنعتي استعداد زياتول او د برآمد كنندګان مالي پوزيشن ښه كول و۔ د خزانې وزير د ټېكسټائل څانګې استازو لخوا د وړاندې كړې شوو تجويزونو او قيمتي رايو ستائنه كولو سره ددې عزم پخلے وكړو چې حكومت به كاروباري ورورولۍ سره بامعني مشاورت جاري ساتي۔










