وفاقي وزير عطاء تارړ سره د “سنو نيوز” سي اي او ملاقات، د لاندې كچې د ملازمانو د بحالۍ پرېكړه، د اخوا كړې شوې نورو ملازمانو د واجباتو په ادا كولو اتفاق

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اے تارړ سره د نهې په ورځ د "سنو نيوز" سي اي او ملاقات وكړو۔  په ملاقات كښې د ميډيا ورکرز د حقونو، ټي وي چينلز ته په پېښو مسئلو او د اخوا كړې شوې ملازمانو په معامله تفصيلي خبرې وشوې۔ د وزيراعظم ميډيا کوآرډينيټر بدر شهباز وړائچ او پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن هم په …

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اے تارړ سره د نهې په ورځ د “سنو نيوز” سي اي او ملاقات وكړو۔  په ملاقات كښې د ميډيا ورکرز د حقونو، ټي وي چينلز ته په پېښو مسئلو او د اخوا كړې شوې ملازمانو په معامله تفصيلي خبرې وشوې۔ د وزيراعظم ميډيا کوآرډينيټر بدر شهباز وړائچ او پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن هم په دې موقع موجود ٶ۔ د ملاقات په مهال “سنو نيوز” څخه د 114 ملازمانو اخوا كولو په معامله تفصيلي خبرې وشوې او د اخوا كړې شوې ملازمانو د واجباتو په ادا كولو سلا يوه شوه۔ په ملاقات كښې د ملازمانو په تنخواګانو كښې د نورې كټوتۍ نه كولو او د نورو ملازمانو نه اخوا كولو او لاندې كچې د ملازمانو پشمول ډرائيورز او د ټيکنيکل سټاف  د ملازمتونو د بحالۍ پرېكړه وشوه۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل  “سنو نيوز” لخوا په ترسره شوې نكاتو عمل درآمد پېل كړې شو٬ دې لپاره په اشتهاراتو پابندي ختمه كړې شوه۔ ده ووئيل اخوا كړې شوې ملازمانو ته متبادل روزګار لپاره به هر ډول ممكنه هڅې كولې شي۔ ده ووئيل چې د خبريالانو او ميډيا وركرز د حقونو تحفظ د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ د “آج”  نيوز انتظاميې هم د اطلاعاتو وزارت  سره رابطه وكړه۔ ھغوي سره ملاقات به سبا كوٶ۔ وفاقي وزير ووئيل د ميډيا په كومو ادارو كښې چې مالي او انتظامي مسئلې دي ھغوي سره به په ګډه معاملې هواروٶ، د  کارکنانو د حقونو به په هر صورت تحفظ باوري كولے شي۔(

مزید خبریں