اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډې ته ووئيل شول چې ډائرېكټورېټ آف ريليجئيس اېجوكېشن د مدرسو تعليمي مسئلو په اړه خپل كردار ترسره كوي۔ د نهي په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د نعيمه كشورخان د پام راګرځونې په نوټس وزيرمملكت وجيهه قمر ايوان ته ووئيل د مدرسو د مسئلو په اړه ډائريكټورېټ آف ريليجئيس ايجوكېشن خپل كردار ترسره كوي، بايد ټولي مدرسې …
ډائرېكټورېټ آف ريليجئيس ايجوكېشن د مدرسو تعليمي مسئلو په اړه خپل كردار ترسره كوي۔ وزيرمملكت وجيهه قمر

مزید خبریں
اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډې ته ووئيل شول چې ډائرېكټورېټ آف ريليجئيس اېجوكېشن د مدرسو تعليمي مسئلو په اړه خپل كردار ترسره كوي۔ د نهي په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د نعيمه كشورخان د پام راګرځونې په نوټس وزيرمملكت وجيهه قمر ايوان ته ووئيل د مدرسو د مسئلو په اړه ډائريكټورېټ آف ريليجئيس ايجوكېشن خپل كردار ترسره كوي، بايد ټولي مدرسې د دې رجسټريشن ترلاسه كړي، د بلوچستان مدرسې دې ډائرېكټورېټ سره رجسټريشن وكړي۔ د نعيمه كشورخان په ضمني پوښتنه دې ووئيل حكومت څوك هم نه تنګوي، ډائرېكټورېټ آف ريليجئيس ايجوكېشن سره د رجسټريشن مقصد سهوليات وركول دي۔ عاليه كامران ووئيل وزيراعظم د مدرسو په اړه چې كوم لوظونه كړي په هغې بايد عمل درآمد وكړې شي











