اسلام آباد۔12مئی (اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د تركمانستان سفير عطاﺀ جان مولاموف ملاقات وكړه او هغه سره يۍ په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ شوي ملاقات كښې د تجارت وفاقي وزير او د تركمانستان سفير د تجارتي او معاشي مرستې په زياتولو اتفاق هم وكړو۔ جام كمال خان پاكستان منځنۍ آسيا لپاره قدرتي …
وفاقى وزير جام كمال خان سره د تركمانستان سفير ملاقات، د همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔12مئی (اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د تركمانستان سفير عطاﺀ جان مولاموف ملاقات وكړه او هغه سره يۍ په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ شوي ملاقات كښې د تجارت وفاقي وزير او د تركمانستان سفير د تجارتي او معاشي مرستې په زياتولو اتفاق هم وكړو۔ جام كمال خان پاكستان منځنۍ آسيا لپاره قدرتي ګېټ وے ګرځولو سره ووئيل زمونږ بندر ځايونه منطقه نړيوالو منډيانو سره تړلو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ دوئي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د کاروباری فورمز، نندارتونونو او د چېمبرز آف کامرس رابطو په زياتولو اتفاق وكړو۔ د تركمانستان سفير سيمه ايز تجارت او رابطو لپاره د پاكستان مثبت كردار وستائلو۔ دوئي د دواړو هېوادونو ترمنځه د توان ٬ مرستې او سيمې ايزې رابطو په منصوبو هم خبرې وكړې۔ دواړو اړخونو تجارت ٬ لاجسټكس او د نجي څانګې همكارۍ ته د ودې وركولو عزم څرګند كړو











