د كُرمې په پوله د افغان طالبان فتنه الخوارج  د دراندازۍ هڅه  ناكامه كړې شوه، د پاک  پوځ لخوا كره ځواب، افغان پوستې ړنګې

ضلع کرم۔23 ستمبر(اے پي پي ) پاک  پوځ په 22 ستمبر په کُرم سېکټر كښې د افغان طالبانو په نګرانۍ كښې د فتنه الخوارج  ترهه ګرو د دراندازۍ هڅه ناکامه كړه۔ د دراندازۍ په ناکامولو د افغانستان ننګرهار او پکتیا ولايتونو څخه  افغان طالبانو د پولې په پوستو په پاکستاني پوزیشنز د مارټرز او   لويې  وسلې د لارې بې دريغه ډزې وكړې۔ د امنيتي سرچينو ترمخه د  پاکستان ځواكونو د …

ضلع کرم۔23 ستمبر(اے پي پي ) پاک  پوځ په 22 ستمبر په کُرم سېکټر كښې د افغان طالبانو په نګرانۍ كښې د فتنه الخوارج  ترهه ګرو د دراندازۍ هڅه ناکامه كړه۔ د دراندازۍ په ناکامولو د افغانستان ننګرهار او پکتیا ولايتونو څخه  افغان طالبانو د پولې په پوستو په پاکستاني پوزیشنز د مارټرز او   لويې  وسلې د لارې بې دريغه ډزې وكړې۔ د امنيتي سرچينو ترمخه د  پاکستان ځواكونو د يرغل سدستي، مؤثر او شدید ځواب كښې د  توپ خانې او  جدید وسلو د لارې افغان پوستې په نخښه كړې۔ د سختې ځوابي کارروائۍ په نتيجه كښې د افغان طالبانو ګڼې پوستې ٬ مارټر پوزیشنز او  دفاعی مورچې ړنګې شوې او افغان كارمندان د پوستو څخه په تېښته  كولو مجبور شول ۔ د امنيتي ذرائعو وېنا ده چې د سرحدي حدود  څارنه لا زياته كړې شوې او د كومې هم  ناوړه هڅې به سمدستي او پرېكنده ځواب وركولې شي۔