د وزيراعظم شهباز شریف ځائي خلك لويې تباهۍ څخه بچ كولو له د خپل ژوند قرباني كونكي زړور وګړي لیاقت ته پیرزوئنې

  اسلام آباد۔12مئی (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شریف د پنجاب او خېبر پښتونخوا بېن الصوبایي سیمې جنډ او خوشحال ګړ پل، کوهاټ ته نزدې د ځائي خلكو یوې لویې تباهۍ څخه بچ كولو له خپل ژوند قرباني كونكي زړور وګړي لیاقت ته درناوې وړاندې کړې دې۔ د نهې به ورځ د وزيراعظم آفس مېډا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې د یو ذمه دار وګړي …

 

اسلام آباد۔12مئی (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شریف د پنجاب او خېبر پښتونخوا بېن الصوبایي سیمې جنډ او خوشحال ګړ پل، کوهاټ ته نزدې د ځائي خلكو یوې لویې تباهۍ څخه بچ كولو له خپل ژوند قرباني كونكي زړور وګړي لیاقت ته درناوې وړاندې کړې دې۔ د نهې به ورځ د وزيراعظم آفس مېډا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې د یو ذمه دار وګړي په توګه لیاقت ترهګر شناخت پوښتلو لپاره اودرولو۔ په دې ترهګر ځان والوزولو او لياقت علي د شهادت درجه ترلاسه كړه۔ وزيراعظم ووئيل د شهيد لياقت ځانګړې قرباني به تل ياد ساتلې شي۔ د هغه په وخت زړورتیا د لوے ځاني زيان مخه ونيوله۔ وزيراعظم ووئيل شهید لیاقت د غیر معمولي مړانې، د فرض شناسۍ او وطن پالنې لوړ مثال جوړ کړو. داسې زړور وګړي د ترهګرۍ په ضد د ملي عزم ریښتینې علامت دے۔ د شهید لیاقت قرباني د ملت د هر غړي لپاره روښانه مشال دے۔ ملت به هیڅکله د شهید لیاقت قرباني هیره نه کړي- د شهید لیاقت په څیر زړور وګړي زموږ د ملت اثاثه ده. هغه وويل چې ټول ملت د ترهګرۍ د لعنت په ضد خپلو امنيتي ځواکونو او قانون نافذ كوونكو ادارو سره ولاړ دے. د پاکستان زړورو اولس تل د دښمن ناوړه عزائم شنډ کړي دي او په راتلونکي کښې به د ملي یووالي له لارې ترهګرۍ ته ماتې وركړي۔ وزیراعظم شهید لیاقت له د لوړو درجو او د هغه کورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه