اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری سره وزیرِاعظم محمد شهباز شریف د ګل په ورځ په ایوانِ صدر كښې ملاقات وكړو چې پكښې نائب وزیرِاعظم و خارجه وزير اسحاق ډار، د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق، د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی، د قانون وفاقی وزیرِ اعظم نذیر تارړ، سینیټر سلیم مانډوی والا او ډاكټر عاصم هم موجود وو۔د ایوان صدر …
صدر مملکت آصف علی زرداری سره وزیرِاعظم محمد شهباز شریف ملاقات ، د هېواد په مجموعی صورتحال، افغانستان په اړه په چارو او منطقه كښې په بدل شوې وضعه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری سره وزیرِاعظم محمد شهباز شریف د ګل په ورځ په ایوانِ صدر كښې ملاقات وكړو چې پكښې نائب وزیرِاعظم و خارجه وزير اسحاق ډار، د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق، د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی، د قانون وفاقی وزیرِ اعظم نذیر تارړ، سینیټر سلیم مانډوی والا او ډاكټر عاصم هم موجود وو۔د ایوان صدر میډیا ونګ د اړڅه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د هېواد په مجموعی صورتحال، افغانستان په اړه په چارو او منطقه كښې په بدل شوې وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د معرکه حق شهيدانو او پاكستان وسله والو ځواكونو پېشه وره صلاحیتونو ته پيرزوئني وړاندې كولو سره د قامی دفاع د غیر متزلزل عزم پخلے وشو۔ صدرِ مملکت ووئيل په دې مشکل جغرافیائی و سيمه ايز صورتحال، مينځني ختيز كښې تاؤ ترېښوالي او سپلائی چین متاثره كيدو باوجود دې اولس له زيات ریلیف وركړې شي۔ صدرِ مملکت د ګرانۍ دباؤ كښې كمې،د ضروري څيزونو سته والې او عام اولس له ریلیف وركولو لپاره د ممکنه اقدامات سپارښتنه هم وكړه۔











