وزير مملکت وجيهه قمر په اسلام آباد كښې د دانش سکول دوره

  اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر په اسلام آباد كښې د دانش سکول دوره كړې او هلته ئې د تعليمي معيار او جديد سهولتونو جاج اخستې۔ د دورې په مهال وزير مملکت وجيهه قمر زده كوٶنكو سره ملاقات وكړو او په تعليمي هلو ځلو كښې د دوي د دلچسپۍ ئې ډاډګيرنه وكړه٬ دې د تعليمي ترقۍ په اهميت زور …

 

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر په اسلام آباد كښې د دانش سکول دوره كړې او هلته ئې د تعليمي معيار او جديد سهولتونو جاج اخستې۔ د دورې په مهال وزير مملکت وجيهه قمر زده كوٶنكو سره ملاقات وكړو او په تعليمي هلو ځلو كښې د دوي د دلچسپۍ ئې ډاډګيرنه وكړه٬ دې د تعليمي ترقۍ په اهميت زور راوړولو سره ووئيل چې د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې معياري تعليم تر هر كوچنې رسول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬ حكومت د جديد او يو ډول تعليمي نظام ودې لپاره عملي اقدامات جاري ساتلې دي۔ وزير مملکت د دې عزم څرګندونه وكړه چې حکومت تعليمي اصلاحاتو او ځوانانو ته جديد علوم، ټيکنالوجي او هنر وركولو لپاره بشپړه اقدامات كوي۔ دې ووېيل چې هم تعليم د پاکستان د ترقۍ او خوشحالي حقيقي ضمانت دے۔