بي اېل اے فدائي بريد لپاره زما ذهن سازي كوله، خېر النساء

  اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د امنيتي او  استخباراتي ادارو د كارروائۍ په مهال د بي اېل اے  ترهګرو څخه راخلاصه كړې شوې كم عمره نجلۍ خير النساء وئيلي چې بي ايل اے فدائي بريد لپاره زما ذهن سازي كوله۔ خپل وېډيو بيان كښې خير النسا ووئيل زما تعلق تربت سره دے ٬ زما مور پلار ضعيف او بې وزله دي، زما ورورڼه خوېندې ماشومان دي٬ زما …

 

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د امنيتي او  استخباراتي ادارو د كارروائۍ په مهال د بي اېل اے  ترهګرو څخه راخلاصه كړې شوې كم عمره نجلۍ خير النساء وئيلي چې بي ايل اے فدائي بريد لپاره زما ذهن سازي كوله۔ خپل وېډيو بيان كښې خير النسا ووئيل زما تعلق تربت سره دے ٬ زما مور پلار ضعيف او بې وزله دي، زما ورورڼه خوېندې ماشومان دي٬ زما د تره زوي زه ويرولم او دړكې ئې راكولې چې دې تنظيم بي ايل اے لپاره كار وكړه ګني نو ستا پلار به ووژنم كه تا دا كار ونه كړو٬ ما ووئيل سمه ده ٬ بيا به ما دوي ته موبائل كارډز لېږل  او ډوډۍ به مې ورله پخولې، ما ته نه وه معلومه چې دوي دا ډوډۍ چرته وړلې او چا له ئې وړلې، بيا ما ته معلومه شوه چې دا بي اېل اے تنظيم لپاره اوړلې كېدې٬ بيا زما د تره زوي زما سترګې وتړلې او زه ئې دوه ځله غره ته بوتللم، سر مچارو سره زما ملاقات وشو، بيا سرمچارو زما ذهن داسې جوړ كړو او زه تياره شوم٬ بيا زمه چنغول ته معلومه شوه او ھغه زه منع كړم٬ چې د تره د زوي نه دې لرې اوسه، زما مور پلار زه منع كړم چې د ده نه لرې وسه٬ او خبرې ورسره مه كوه ٬ مونږ غريبانان يو زما پلار ډرائيور دے ٬ زه وېرېدم چې زما پلار سره څه ونه كړي٬ په دې وجه ما دا كار وكړو٬ بيا حب چوكۍ ته درملنې لپاره راغلم٬ بيا زما د تره زوي ما  ته فون وكړو نو ما ورته ووئيل چې زه د غوږ علاج لپاره راغلې يم ھغه ما ته ووئيل علاج وكړه٬ بيا به دې مخكښې استوٶ٬ زه په حب چوكۍ كښې وم بيا زما د تره زوي ما له يو فون راكړو او زما خبرې وشوې٬ ھغه ما ته وويل چې د علاج نه پس مور پلار له لاړه شه ھغوي سره وخت تېر كړه٬ بيا به تا فدائي بريد لپاره استوٶ، بيا ما ته معلومه شوه چې زما د تره زوې ونيولې شو نو د ويرې خپل موباېل فون مات كړو٬ زه پوهه شوم چې زما  تربور ونيولې شو نو زه به هم ګرفتاره شم٬ زه پوليس ونيولم زه ئې محفوظ ځائي په عزت سره وساتلم ٬ بيا ما پوليس ته هم د پاتې كسانو نامې وښولې ځكه چې ما دا فدائي بريد كول نه غوښتل ٬ زه بلېك مېل كړې شوم، زه وېرولې شوم ٬ زما ذهن سازي وشوه، ما بېخي دا كار نه كول غوښتل او زما نورو خوېندو ته هم دا خواست دے چې ھغوي د تنظيم ملګرتيا ونه كړي، زما زده كړې سره شوق دے ٬ زه پينټنګ سره هم شوق لرم، سيکنډ ايئر زده كوٶنكې نجلۍ يم زما كلاسونه روان دي٬ زما دا خواهش ٶ چې ډاكټره يا استاذه جوړه شم او د خپلې مور نوم روښانه كړم٬ بس زه زده كړې كول غواړم او ترقي كول غواړم، يو ښه انسان جوړېدل غواړم، دا كار كول نه غواړم، دا كار غلط دے، زه د دې عمل د لارې د پوليس په حراست كښې يم ٬ اوس دې نور خلق هم د دې عمل نه ډډه وكړي او د دې كار نه دې ځان محفوظ وساتي، دا كار ښه نه دے، شکر دے چې زه د فدائي بريد نه بچ شوم٬ زما ذهن داسې تيار كړې شوې ٶ چې زه په فدائي بريد مجبوره وم۔