اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزارت د معرکه حق د تاريخي كاميابۍ په يو كال بشپړېدو د قامي جذبې نه ډكه خاص نغمه جاري كړه۔ د نوموړي سندرغاړي شيراز په آواز كښې دا نغمه "بنيان مرصوص ۔ هميشه تيار هيں هم" ده٬ په ملي سندره كښې د مئي په لسمه نېټه په پاکستان مونومنټ كښې د معركه حق د مركزي دستورې زړه راښكونكې …
د اطلاعات او خپرونو وزارت د معرکه حق د تاريخي کاميابۍ په يو كال ترسره كېدو خاص نغمه جاري كړه

مزید خبریں
اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزارت د معرکه حق د تاريخي كاميابۍ په يو كال بشپړېدو د قامي جذبې نه ډكه خاص نغمه جاري كړه۔ د نوموړي سندرغاړي شيراز په آواز كښې دا نغمه “بنيان مرصوص ۔ هميشه تيار هيں هم” ده٬ په ملي سندره كښې د مئي په لسمه نېټه په پاکستان مونومنټ كښې د معركه حق د مركزي دستورې زړه راښكونكې مناظر شامل كړې شوې دي٬ په نغمه كښې صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير پشمول اعلی سول و عسکري چارواكي ٬ د كابينې غړي ٬ اهم سياسي و سماجي شخصيات او د معرکه حق په مرکزي دستوره كښې د ګډون مناظر هم شامل دي او د دريو واړو وسله والو ځواكونو چټك ډلو پرېډ مناظر كښې په سندره كښې په ښه ډول عكس بندي شوې ده٬ په دې خاص نغمه كښې ملي وحدت، د وطن د دفاع عزم او د وسله والو ځواكونو وظيفائي صلاحيتونه هم رامخې ته كړې شوې دي٬ په سندره كښې د معركه حق په مركزي دستوره كښې د ګډون كوٶنكو د جذباتو جھلکۍ هم شاملې دي٬ په سندره كښې د معرکه حق کاميابي د قامي تاريخ اهم باب ګرځولو لپاره د دې عزم پخلې شوے دے چې د پاكستان وسله وال ځواكونه او ټول قام د خوږ وطن دفاع لپاره هر وخت چمتو دي۔











