خارجه وزير اسحاق ډار سره امريكائي سفيرې نېټلي اے بېکر وليدل، د منطقې په بدلېدونكې صورتحال او په پاك امريكا دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د امريکې سفيرې نېټلي اے بېکر ليدلي ٬ په دې موقع د منطقې په بدلېدونكې صورتحال او د پاك امريكې په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د امريکې او ايران …

 

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د امريکې سفيرې نېټلي اے بېکر ليدلي ٬ په دې موقع د منطقې په بدلېدونكې صورتحال او د پاك امريكې په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د امريکې او ايران ترمېنځه په رابطو كښې د سهولت کارۍ په حواله د پاكستان په كردار رڼا واچوله او د دې اميد څرګندونه ئې وكړه چې روانې سفارتي هلې ځلې به په منطقه كښې او د دې نه بهر امن او استحكام ته په وده وركولو كښې مرستيالې وګرځي۔ ده د سنګاپور د لارې د پاکستان او ايران د سمندري كاركنانو وطن ته په بېرته راوستلو كښې د امريكې د روانې مرستې هم ستائنه وكړه۔