وفاقي وزير محسن نقوي ته د آذربائيجان خپل همڅنګ کرنل جنرال ولايت ايوازوف لخوا مراسله، په بنو كښې د ترهګر بريد غندنه

  اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ته د آذربائيجان خپل همڅنګ کرنل جنرال ولايت ايوازوف لخوا مراسله رالېږلې چې پكښې ده په خېبر پښتونخوا كښې په ضلع بنو كښې د ترهګرۍ د بريد غندنه كړې ده۔ د ګل په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د آذربائيجان داخله وزير د پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد …

 

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ته د آذربائيجان خپل همڅنګ کرنل جنرال ولايت ايوازوف لخوا مراسله رالېږلې چې پكښې ده په خېبر پښتونخوا كښې په ضلع بنو كښې د ترهګرۍ د بريد غندنه كړې ده۔ د ګل په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د آذربائيجان داخله وزير د پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره د پاكستان اولس او  ځپلي كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه٬ ده ووئيل چې په ځانمرګي بريد كښې د پوليس اهلكارو په شهادت او ژوبل كېدو غمژن يو٬ آذربائيجان د هر ډول ترهګرۍ سخته غندنه كوي٬ ده په دې موقع د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔