اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د معرکه حق په مهال د هندي جارحيت په ضد د پاکستان د "منظم او د حیرانونكي" ځواب ستائنې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې د پاکستان قام او وسله وال ځواكونه د هېواد د سلامتيا او قامي مفادات دفاع لپاره د هر چېلنج مقابلې كولو صلاحيت لري او تل لپاره چمتو ولاړ دي۔ د …
د پاکستان قام او وسله وال ځواكونه د هېواد د سلامتيا او قامي مفادات دفاع لپاره د هر چېلنج مقابلې كولو صلاحيت لري۔ د صدر مملکت آصف علي زرداري د معرکه حق په يو كال ترسره كېدو دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د معرکه حق په مهال د هندي جارحيت په ضد د پاکستان د “منظم او د حیرانونكي” ځواب ستائنې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې د پاکستان قام او وسله وال ځواكونه د هېواد د سلامتيا او قامي مفادات دفاع لپاره د هر چېلنج مقابلې كولو صلاحيت لري او تل لپاره چمتو ولاړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاکستان مونومنټ د معرکه حق په يو كال ترسره كېدو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل د پاکستان د قامی تاریخ يو ډېر مهم باب تېرېدو دولس مياشتې وشوې۔ په دستوره كښې وزيراعظم شهبازشريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره سره د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو٬ د پاكستان نېوي مشر ايډمرل نويد اشرف٬ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق٬ د وفاقي وزيرانو پشمول غېر ملكي سفيرانو٬ سول او عسكري چارواكو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل د پهلګام پېښې نه وروستو په پاكستان جنګ مسلط كړے شو٬ د مئي لسمه نيټه د پاكستان د تاريخ ځالانده باب دے۔ د دې نه وړاندې د دستورې په پېل كښې قامي سرود وغږولے شو او د دريو واړو وسله والو ځواكونو چټك ډلو مارچ پاسټ هم وړاندې كړو۔ صدر مملكت ووئيل هند د پهلګام پېښه په بنياد جوړولو په پاكستان يرغل كړے ؤ ٬ پاك پوځ د هندي جارحيت حيرانونكے ځواب وركړو، بزدل دښمن د شپې په تياره كښې زمونږ په جوماتونو او بې ګناه وګړو بريد كړے ۔ صدر مملكت آصف زرداري ووئيل پاك پوځ د هند اته جديد جنګي الوتكې رانسكورې كړې، د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې پاك پوځ خپله وظيفائي پوهه وښودله۔ ده زياته كړه چې پاك بحریه هم د خپل عملي چمتوالي او د جنګي صلاحيتونو د لارې د سمندري حدود دفاع وكړه او د هند بېړۍ ئې په دفاعي پوزيشن اختيارولو مجبور كړي۔ صدر مملكت ووئيل پاکستان د مظلوم اولس حقونو او د انصاف غږ پورته كونكې په حېث رامخئ ته شوے٬ په غزه كښې په بې ګناه فلسطينيانو كه د ظلمونو خبره وي يا په مقبوضه جمو و کشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو٬ پاكستان به په هر نړيوال فورم د هغوي سفارتي ،سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل د هند لخوا سندھ طاس تړون په يو اړخيزه توګه او په غېر قانوني توګه د معطل كولو هڅې د آبي ترهګرۍ مترادف دي۔ ده ووئيل اوبه زمونږ د وګړو ژوند دے ٬ د نړيوال قوانين ښكاره خلاف وزري د سيمه ايز عدم استحكام لپاره خطر لري او د دې په سنجيدګۍ سره نوټس اخستل پكار دي۔ ده ووئيل د افغانستان د لارې په پاکستان كښې د هند په سرپرستۍ كښې د كېدونكې ترهګرۍ ذكر سره د دې د خاتمې مطالبه وكړه او په افغانستان ئې زور راوړو چې ھغه خپله خاوره د پاکستان او نورو هېوادونو كښې ترهګرۍ لپاره استعمال له ورنه كړي۔ د سيمه ايزو شخړو خاتمې لپاره د پاكستان د سفارتي هلو ځلو ذكر كولو سره صدر آصف علی زرداری ووئيل الحمداللہ وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر د هلو ځلو په سبب پاكستان د سيمه ايز استحكام وركونكي هېواد ته په توګه رامخې ته شوے دے۔ ده ووئيل پاکستان د امریکې او ایران ترمېنځه د شخړې سولئيز حل كښې خوښي لري او د پاكستان د ثالثۍ هڅې په نړيواله كچه ستائېلې كېږي چې ورسره منطقه د زياتې تباهۍ او لوي تصادم څخه ساتلو له مرسته تر لاسه شوې ده۔











