بھکر۔ 10 مئی (اے پی پی) د معركه حق په لړ كښې د بهكر او ډېره اسماعيل خان لوبډلو ترمينځه كركټ مېچ وشو۔ بھکر لوبډلې اول بېټنګ كولو سره په مقرره 40 اوورز كښې 210 رنز جوړ كړل۔ د دې په ځواب كښې د ډېره اسماعيل خان ټوله ډله په 170 رنز اوټ شوه۔ دغسې بھكر مېچ په خپل نوم كړو۔ ډپټي كمشنر بھكر احسان علي جمالي د خاص مېلمه …
د معركه حق په لړ كښې د بھكر او ډېره اسماعيل خان لوبډلو ترمينځه كركټ ميچ

مزید خبریں
بھکر۔ 10 مئی (اے پی پی) د معركه حق په لړ كښې د بهكر او ډېره اسماعيل خان لوبډلو ترمينځه كركټ مېچ وشو۔ بھکر لوبډلې اول بېټنګ كولو سره په مقرره 40 اوورز كښې 210 رنز جوړ كړل۔ د دې په ځواب كښې د ډېره اسماعيل خان ټوله ډله په 170 رنز اوټ شوه۔ دغسې بھكر مېچ په خپل نوم كړو۔ ډپټي كمشنر بھكر احسان علي جمالي د خاص مېلمه په حېث كاميابي ترلاسه كوونكې لوبډلې له ټرافي وركړه۔ د غوره كاركردګۍ په څرګندونه خانزېب د مېچ تر ټولو بهترين لوبغاړے وګرځولے شو۔ په دې موقع ډسټرکټ سپورټس آفیسر ملک حسنین لودھرا، تحصیل سپورټس آفیسر مختیار خان، صدر ډی سی اے محی الدین ابوبکر او نور شخصيات موجود وو۔








