آپریشن بنیان مرصوص د دښمن د جارحیت خلاف د پاكستان د وسله وال  پوځ د پیشه  ورہ صلاحیت په زړه پورې ځواب عملي ثبوت دے

اسلام آباد۔10مئ (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګېلاني د آپریشن بنیان مرصوص په يو کال تر سره كېدو په یوم ’’معرکه حق‘‘ خپل خاص پیغام  كښې وئېلې دي  معرکه حق په نړۍ واضح کړه چې پاکستان د خپلې خودمختارۍ او  سلامتیا تحفظ لپاره په هر كچه عزم لري۔ د سینیټ سیکرټریټ د اړخه  د اتورار په ورځ د جاري بيان تر مخه  خپل خاص پېغام كښې  د …

اسلام آباد۔10مئ (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګېلاني د آپریشن بنیان مرصوص په يو کال تر سره كېدو په یوم ’’معرکه حق‘‘ خپل خاص پیغام  كښې وئېلې دي  معرکه حق په نړۍ واضح کړه چې پاکستان د خپلې خودمختارۍ او  سلامتیا تحفظ لپاره په هر كچه عزم لري۔ د سینیټ سیکرټریټ د اړخه  د اتورار په ورځ د جاري بيان تر مخه  خپل خاص پېغام كښې  د سېنېټ  چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني ووئېل آپریشن بنیان مرصوص د دښمن د جارحیت خلاف د پاكستان د وسله والو ځواكونو د پیشه  ورہ صلاحیت په زړه پورې ځواب عملي ثبوت دے۔ ده ووئېل معرکه حق  نه يوازې  عسکري کامیابي نه  بلکې د ټول قام  د اتحاد، ایمان او غیر متزلزل عزم علامت ده ۔چیئرمین سینیټ ووئېل  د شهداء عظیمې قربانۍ د  قام لپاره د وياړ  باعثث دي۔ده ووئېل د پاکستان بوځ په هر ډګر د جرات، مهارت او قربانۍ  نوے مثال جوړ كړے ۔چیئرمین ووئېل ځوانانو ، میډیا، په سفارتي محاذ  فعاله كسانو ، سائنسمدارو او  انجینئرز د  قامي بیانیې  مضبوطولو كښې مهم  کردار ادا كړے ، قامي يو والے زمونږ اصل طاقت دے، متحد قام د هر چیلنج مقابله كولې شي۔د سېنېټ چیئرمین ووئېل  د سیاسي و عسکري قیادت بصیرت او او د اولس باور پاکستان په هر ازمېښت كښې كامياب كړے دے ۔ ده ووئېل پاکستان امن ته پام لرنه كوي  خو په پخپله خودمختارۍ او   سيمه ايزې سلامتيا به كومه  سمجھوته نه كوي۔ د  سېنېټټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني ووئېل  قا نن د هغې  عزم تجدید كوي چې د پاکستان يو مضبوط، مستحکم او وقار لرونكې ریاست جوړولو لپاره به متحد اوسېږو۔