معركه حق د عزم ، مړانې او استقامت څرګندونه كولو سره دښمن ته د عبرتناكې ماتې وركولو ياد تازه كوي: وزيراعظم شهباز شريف

  اسلام آباد۔9مئی(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د معركه حق ورځ د پروردګار په وړاندې د سجده شكر كولو موقع ګرځولو سره وئيلي دي دا ورځ  د عزم ، مړانې او استقامت څرګندونه كولو سره دښمن ته د عبرتناكې ماتې وركولو ياد تازه كوي ٬  په بری، بحری، فضائی او سائبر محاذونو زمونږ د ځواكونو كوټلي ، منظم او هم آهنګ غبرګون پاكستان يو ناقابلِ تسخیر قوت جوړ …

 

اسلام آباد۔9مئی(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د معركه حق ورځ د پروردګار په وړاندې د سجده شكر كولو موقع ګرځولو سره وئيلي دي دا ورځ  د عزم ، مړانې او استقامت څرګندونه كولو سره دښمن ته د عبرتناكې ماتې وركولو ياد تازه كوي ٬  په بری، بحری، فضائی او سائبر محاذونو زمونږ د ځواكونو كوټلي ، منظم او هم آهنګ غبرګون پاكستان يو ناقابلِ تسخیر قوت جوړ كړے دے۔ پاكستان به د فتنة الهندوستان او فتنة الخوارج بشپړه خاتمې او د ترهګرۍ ناسور نوغې ويستلو له استقامت سره خپلې هڅې روانې ساتي۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د معركه حق يو كال بشپړ كېدو په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل چې د معركه حق بريا ورځ د پروردګار د شكر ادا كولو ورځ ده۔ په دې ورځ پاكستان دښمن امتحان سره مخ كړے او بيا د پروردګار مرسته يۍ دښمن عبرتناكې ماتې سره مخ كړو۔ وزیر اعظم  ووئيل ټول قام خپلو هغو شهيدانو ٬ غازيانو او د هغوي كورنيو ته پېرزوئنې وړاندې كوي كومو چې فولادي دېوال جوړېدو سره د وطن دفاع وكړه۔ ده ووئيل په بری، بحری، فضائی او سائبر محاذونو زمونږ د ځواكونو كوټلي ، منظم او هم آهنګ غبرګون پاكستان يو ناقابلِ تسخیر قوت جوړ كړے دے۔ ده ووئيل پاكستان امن خوښوونكے هېواد كېدو سره سره د هر ډول جارحيت مقابلې كولو صلاحيت هم لري۔ وزيراعظم ووئيل زه چیف آف آرمی اسټاف او چیف آف ډیفنس فورسز، فیلډ مارشل سید عاصم منیر ٬ ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر ٬ اېډمرل نوید اشرف او د وسله والو ځواكونو نورو افسرانو او ځوانانو ته هم پېرزوئنې وړاندې كوو۔ ده وئيل نن ورځ دعهد ده چې فولادي دېوال جوړېدو سره به د دښمن مقابله كوم او د وطن عظمت لپاره به خواري روانه ساتو۔