اسلام آباد۔9مئی (اے پی پی) انټر بورډز کوآرډینېشن کمېشن (آئی بی سی سی) اسلام آباد كښې د معرکه حق بريا په اړه يوه خصوصي دستوره تابيا كړې شوه كومه كښې چې د ادارې ټولو افسرانو او اهلكارو ګډون وكړو۔ په دستوره كښی تقريرونه وشول ، قومي جذبې څرګندې كړې شوې او د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ عزم پخلے وكړے شو۔ دستورې ته خطاب كښې ډاكټر غلام علي ملاح ، …
آئی بی سی سی اسلام آباد كښې معركه حق دستوره ، قامي مشرتابه او پاك پوځ ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔9مئی (اے پی پی) انټر بورډز کوآرډینېشن کمېشن (آئی بی سی سی) اسلام آباد كښې د معرکه حق بريا په اړه يوه خصوصي دستوره تابيا كړې شوه كومه كښې چې د ادارې ټولو افسرانو او اهلكارو ګډون وكړو۔ په دستوره كښی تقريرونه وشول ، قومي جذبې څرګندې كړې شوې او د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ عزم پخلے وكړے شو۔ دستورې ته خطاب كښې ډاكټر غلام علي ملاح ، اي ډي آئی بی سی سی ووئيل د دفاع او سفارتكارۍ په مېدان كښې چې پاكستان ته په نړيواله كچه كوم مقام ترلاسه شوې دې هغه زمونږ د عسكري او سياسي مشرتابه د بهترينې حكمت عملۍ ، عزم او بصيرت نتيجه ده۔ ده پاك پوځ او قومي مشرتابه ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ډاكټر ملاح ووئيل چې قومي كاميابۍ مونږ ټولو لپاره د لارې مشالونه دي او مونږ له به د ژوند په هره څانګه غوره كاركردګي ښودلو سره پاكستان لا باوقاره او مضبوط جوړول وي۔ ده په خاص توګه په زده كوونكو زور راوړو چې هغوي دې دې خوارۍ سره سره د ذهانت، جدت او په زړه پورې حكمت عملۍ دلارې په علمي او عملي مېدان كښې كاميابۍ ترلاسه كړي دغسې چې د هېواد نامه روښانه كړې شي۔ په پايه كښې كېك پرې كړې شو او ګډون كوونكو جوش او جذبې سره نعرې پورته كولو سره د وطن سره د خپلې مينې ٬ قامي يووالي او د هېواد پرمختګ له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔











