د وفاقي وزير محسن نقوی د بنګله دېش خپل همڅنګ صلاح الدین احمد سره ملاقات

ډھاکه۔9 مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو او ناركوټكس كنټرول وفاقي وزير محسن نقوي د بنګله دېش داخله وزير صلاح الدين احمد سره ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو د دواړو هېوادونو د داخله وزارتونو ترمينځه د سېکرټری لېول جوائنټ ورکنګ ګروپ په جوړولو اتفاق وكړو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه د منشیات قاچاق او كارولو او د نشه اي توكو مخنيوي كښې همكارۍ لپاره تاريخي لوظنامې هم لاس ليك …

ډھاکه۔9 مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو او ناركوټكس كنټرول وفاقي وزير محسن نقوي د بنګله دېش داخله وزير صلاح الدين احمد سره ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو د دواړو هېوادونو د داخله وزارتونو ترمينځه د سېکرټری لېول جوائنټ ورکنګ ګروپ په جوړولو اتفاق وكړو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه د منشیات قاچاق او كارولو او د نشه اي توكو مخنيوي كښې همكارۍ لپاره تاريخي لوظنامې هم لاس ليك كړې شوې۔ دې سره سره د اهلكارو تربيه ٬ د عصري ټېكنالوجۍ كارول او د نشه اي توكو مخنيوي لپاره به غوره تګلار يو بل سره ګډولې شي۔ وفاقی وزیر محسن نقوی  بنګله دېشی همڅنګ ته په سېف سټي پراجېكټ كښې د بشپړه مرستې پېشكش وكړو۔ په ملاقات كښې پاک بنګله دېش دوه اړخيزه اړيكو ۔ انټرنل سکیورټی او د سول آرمډ فورسز ټرېننګ څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو اتفاق هم وكړو۔ په دې مهال د سائبر کرائمزم منظم جرائمو او مالیاتی فراډ په اړه هم د همكارۍ زياتولو په شمول پولیس اکېډمیز كښې آفيسرز لپاره ټرېننګ پروګرامونو كښې  مرستې په زياتولو خبرې وشوې۔ وفاقي وزير محسن نقوي خپل بنګله دېشي همڅنګ ته د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ هغه سېف سټي پراجېكټ لپاره د مرستې په پېشكش د محسن نقوي مننه وكړه۔ د بنګله دېش حکومت خارجه سېكرټري اسد عالم صائم ٬ كابينه سېكرټري نسیم الغنی، داخله سېكرټري منظور چوهدری او په بنګله دېش كښې د پاكستان هائي كمشنر عمران حېدر هم په دې موقع موجود و۔