د آئي اېس پي آر نوې سندرې “لَلکار” ټیزر جاري كړے شو

اسلام آباد۔9 مئی(اے پی پی) د آئی اېس پی آر نوې سندرې "لَلکار" ټیزر جاري كړے شوے كومه چې هېواد سره د مينې او د استقلال عزم يو نوے غږ دے۔ د معركه حق يو كال په بشپړ كېدو پاكستاني پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كولو له آئي اېس پي آر د نوې نغمې ټيزر جاري كړو۔ په دې سندره كښې هر هغه دښمن ته په ​​ښکاره ډول ننګونه ورکړې شوې …

اسلام آباد۔9 مئی(اے پی پی) د آئی اېس پی آر نوې سندرې “لَلکار” ټیزر جاري كړے شوے كومه چې هېواد سره د مينې او د استقلال عزم يو نوے غږ دے۔ د معركه حق يو كال په بشپړ كېدو پاكستاني پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كولو له آئي اېس پي آر د نوې نغمې ټيزر جاري كړو۔ په دې سندره كښې هر هغه دښمن ته په ​​ښکاره ډول ننګونه ورکړې شوې ده چې په بده سترګه پاكستان ته ګوري۔ په دې كښې دښمنانو ته دا پېغام هم وركړے شوے دے چې پاكستان تل لپاره يو موټے او نه مسخر كېدونكے دے۔ په سندره كښې پاك پوځ او اولس د هر جارحيت په ضد د بنيان مرصوص په څير د اودرېدو عزم پخلے كړے۔