د رېډ كراس ورېډ كريسنټ نړيوالې ورځې تھيم د انسان دوستۍ ، خواخوږۍ او يووالي پېغام دے: سید یوسف رضا ګیلانی

اسلام آباد۔8مئی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د رېډ كراس ورېډ كريسنټ نړيوالې ورځې په موقعه ددې كال تھيم "انسانيت لپاره يو موټے كېدل" د انسان دوستۍ ، خواخوږۍ او نړيوال يووالي مؤثر پېغام ګرځولے دے۔ ده ووئيل دا مهال نړۍ بېلو چېلنجونو سره مخ ده په داسې حالاتو كښې به يو موټے كېدو سره انسانيت لپاره كار كول وي۔ ده ووئيل د رېډ کراس و …

اسلام آباد۔8مئی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د رېډ كراس ورېډ كريسنټ نړيوالې ورځې په موقعه ددې كال تھيم “انسانيت لپاره يو موټے كېدل” د انسان دوستۍ ، خواخوږۍ او نړيوال يووالي مؤثر پېغام ګرځولے دے۔ ده ووئيل دا مهال نړۍ بېلو چېلنجونو سره مخ ده په داسې حالاتو كښې به يو موټے كېدو سره انسانيت لپاره كار كول وي۔ ده ووئيل د رېډ کراس و رېډ کریسنټ نړيواله ورځ مونږ ته دا احساس راكوي چې د غم ځپلې او دړدېدلي انسانيت خذمت زمونږ ګډه ذمه واري ده۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د بشري ځانونو تحفظ ٬ امن او همكارۍ ته وده وركولو له په ګډه اقدامات وكړي دغسې چې نړۍ زياته محفوظ او انسان دوسته جوړه كړې شي۔