سنګاپور څخه مو د 11 پاكستانيانو او 20 ايرانيانو خپل وطن ته د بېرته ستنېدو برخه كښې د مرستې غوښتنه كړې ده: اسحاق ډار

اسلام آباد۔8مئی(اے پی پی) نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې هغه د سنګاپور خارجه وزير ویوین بالاکرشنن سره په تلېفون خبرو كښې د امريكا لخوا په ضبط كړې شوې جهازونو د 11 پاكستانيانو او 20 ايرانيانو خېر ښېګړې او خپلو هېوادونو ته د بېرته ستنېدو برخه كښې د مرستې غوښتنه كړې ده كوم چې دا مهال د سنګاپور سمندري پولو ته نزدې موجود دي۔ د جمعې …

اسلام آباد۔8مئی(اے پی پی) نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې هغه د سنګاپور خارجه وزير ویوین بالاکرشنن سره په تلېفون خبرو كښې د امريكا لخوا په ضبط كړې شوې جهازونو د 11 پاكستانيانو او 20 ايرانيانو خېر ښېګړې او خپلو هېوادونو ته د بېرته ستنېدو برخه كښې د مرستې غوښتنه كړې ده كوم چې دا مهال د سنګاپور سمندري پولو ته نزدې موجود دي۔ د جمعې په ورځ په سوشل مېډيا پلېټ فارم اېكس خپل يو بيان كښې نائب وزيراعظم وويل چې هغه ايراني خارجه وزير عباس عراقچي سره هم خبرې كړي دي او په دې معامله هغه سره نزدې رابطه په ځائې ساتلې شوې ده۔ هغه وویل چې پاکستان د ايراني وګړو د پاكستان د لارې په محفوظ توګه خپل هېواد ته رسولو كښې مرسته كولو له چمتو دے۔ نائب وزيراعظم ووئيل د سنګاپور لخوا  ملاتړ او مرستې ستائنه كوو۔ اسحاق ډار ووئيل پاكستان د خارجه وزارت او اړوندو ادارو د لارې امریکایي چارواکو او نورو اړخونو سره په نزدې تماس کښې دی دغسې چې د خپلو وګړو حفاظت ٬ خېر ښېګړه او زر تر زره بېرته راستنېدل باوري كړے شي۔