اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي چې پاکستان به سندھ طاس تړون سره د اړوندو خپلو حقونو تحفظ لپاره د نړيوال قانون له مخې ټولې قانوني او سياسي لارې كاروي۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل ټول آپشنز موجود دي٬ مونږ په لوظنامه د عملدرامد پرله پسې نګراني …
پاکستان به سندھ طاس لوظنامې سره د اړوندو خپلو حقونو تحفظ لپاره د نړيوال قانون له مخې ټولې قانوني او سياسي لارې كاروي۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي چې پاکستان به سندھ طاس تړون سره د اړوندو خپلو حقونو تحفظ لپاره د نړيوال قانون له مخې ټولې قانوني او سياسي لارې كاروي۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل ټول آپشنز موجود دي٬ مونږ په لوظنامه د عملدرامد پرله پسې نګراني كوٶ۔ ده ووئيل دا خبره باوري كولو لپاره ټولې هڅې كولې شي چې دپاكستان د حق يو څاڅكې اوبه كمې نشي٬ د هند په دفاعي نظام كښې پراختيا او په عسکري جدت تبصرہ كولو سره وياند ووئيل پاکستان په منطقه كښې د هند د ستراتېژك توازن له اثراتو خبر دے۔ ده ووئيل چې پاکستان دفاعي تياري او ټيکنالوجي ترلاسه كولو لپاره اقدامات د مضبوط دفاعي صلاحيت او د هند په مقابل كښې د باور وړ كم از كم ډيټرنس په ځائ ساتلو لپاره كافي دے۔











