د وزيراعظم اپنا ګھر پروګرام تر مخه تر 30 اپرېل 25304 درخواستونه ترلاسه شول ، 8990  منظور كړے شول ، د خزانې قائمه كمېټۍ ته بريفنګ

  اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ د خزانې او محصولات قائمه كمېټۍ ته وئيلې شوي دي چې د وزيراعظم اپنا ګھر پروګرام لاندې تر 30 اپرېل 25304 درخواستونه ترلاسه شوي ، 8990  منظور كړے شوي٬ د دې ماليت 37.154 اربه روپۍ دے  او 1845 مستحقین ته 5.071 اربه روپۍ جاري كړې شوي۔ كمېټۍ ته ووئيل شول  حكومت په رارونو څلورو كلونو كښې د 5لکه رهائشي يونټس فنانسنګ هدف …

 

اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ د خزانې او محصولات قائمه كمېټۍ ته وئيلې شوي دي چې د وزيراعظم اپنا ګھر پروګرام لاندې تر 30 اپرېل 25304 درخواستونه ترلاسه شوي ، 8990  منظور كړے شوي٬ د دې ماليت 37.154 اربه روپۍ دے  او 1845 مستحقین ته 5.071 اربه روپۍ جاري كړې شوي۔ كمېټۍ ته ووئيل شول  حكومت په رارونو څلورو كلونو كښې د 5لکه رهائشي يونټس فنانسنګ هدف ټاكلے دے كومو لپاره چې نزدې 3.2 کھرب روپو ته اړتيا ده۔ د قائمه كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ دلته د چيئرمېن سید نوید قمر په مشرۍ كښې وشوه۔ كمېټۍ ته د هاؤسنګ وزارت اېنډ وركس سېكرټري خپل پرېزنټېشن كښې ووئيل وزیر اعظم اپنا ګھر پروګرام په سبسډي اډانه ھاؤسنګ فنانس اسكيم دے چې مقصد يۍ كم او متوسط آمدن لرونكو كورنيو ته د كور ملكيت وركول دي٬ معاشي فعاليتونو ته وده وركول او تعميراتي څانګه يو وارې بيا فعاله جوړول دي۔ غونډې ته ووئيل شول  تر 30 اپرېل 2026ء ټول 25304 درخواستونه ترلاسه شوې وو په كومو كښې چې 8990 منظور كړے شوي چې ماليت يۍ 37.154 ارب روپۍ جوړېږي او  1845 مستحقینو ته 5.071 ارب روپۍ جاري كړې شوي۔ د مكمل غور څڅه وروستو كمېټۍ سفارش كړو چې حكومت او سېټېټ بنك آف پاكستان دې كم آمدن او غېر رسمي څانګې سره تعلق لرونكو كورنيو لپاره د فنانسنګ طريقه آسانه كړي ۔ دغسې چې سكيم ته لاس رسنه او د دې استعداد غوره كړے شي۔ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب كمېټۍ ته د پاكستان د موجوده معاشي كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركړو او هاؤسنګ فنانس مضبوطولو له په اصلاحات يۍ تفصيلي خبرې وكړې۔ وفاقي وزير د چيئرمېن او غړو لخوا د كړو پوښتنو ځوابونه وركړل۔ په غونډه كښې د سټېټ بنك آف پاكستان ګورنر لخوا د غېر ملكي سرمايه كارۍ په پالېسۍ هم بريفنګ وركړے شو۔ كمېټۍ د 30 اپرېل 2026ء  د خپلې تېر غونډې كارروايۍ توثيق وكړو۔ په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړو رانا ارادت شریف خان، سید سمیع الحسن ګیلانی، زیب جعفر، ډاكټر نفیسه شاہ، ډاکټر مرزا اختیار بېګ،  شرمیلا فاروقی، جاوید حنیف خان او شاهده بېګم ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب ٬ د خزانې وزیر مملکت بلال اظهر کیانی ، د خزانې سېكرټري او نور اعلی چارواكي هم موجود وو