لاهور 07 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ مور بي بي ساجده فاروق تارړ وئيلي دي د معرکه حق او بنيان مرصوص يو كال ترسره كېدل ټول قام لپاره د وياړ سبب دے۔ نن د پاكستان قام د وحدت٬ استحكام او قامي يووالي سالګره لمانځي۔ دې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف قيادت، د فيلډ مارشل سيد عاصم منير عسکري تګلاره او د …
د معرکه حق او بنيان مرصوص يو كال ترسره كېدل ټول قام لپاره د وياړ سبب دے۔ ساجده فاروق تارړ

مزید خبریں
لاهور 07 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ مور بي بي ساجده فاروق تارړ وئيلي دي د معرکه حق او بنيان مرصوص يو كال ترسره كېدل ټول قام لپاره د وياړ سبب دے۔ نن د پاكستان قام د وحدت٬ استحكام او قامي يووالي سالګره لمانځي۔ دې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف قيادت، د فيلډ مارشل سيد عاصم منير عسکري تګلاره او د پاك پوځ وظيفائي صلاحيتونه نه يوازې د دښمن ناوړه عزائم خاورې كړل بلكې په سفارتي ډګر يې هم پاکستان له ځانګړې كاميابۍ وركړې۔ دا خبرې دې پبلک سيکرټريټ اين اے 127 كښې د معرکه حق و بنيان مرصوص د وړومبۍ سالګرې په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د دستورې مشري ساجده فاروق تارړ كوله او په دې موقع د قامي اسمبلۍ غړې زينب هاشم بھټه، د پنجاب اسمبلۍ غړې بي بي وډيري، سونيا اشعر، رشده لودھي٬ پخوانۍ پارلماني غړې فرح ديبا، ډاکټر ثانيه کھيړا، سره سره شهباز کھوکھر، نصير بھټه، د وفاقي وزير پي ايس او شهباز طالب، کشورباجوه، سعديه، مهوش، طاهره او نورو سياسي او سماجي شخصيات د حلقې مېرمنې غړې په لويه شمېره موجود وې۔ ساجده فاروق تارړ ووئيل پاك پوځ د نړۍ په غوره ځواكونو كښې شمېرلے كېږي چا چې په هر محاذ پخپله وظيفائي پوهه ٬ جرات او قربانيو د قام سر په وياړ هسك كړے۔۔ دې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف قيادت، د فيلډ مارشل سيد عاصم منير عسکري تګلارې او د پاك پوځ وظيفائي صلاحيتونو نه يوازې د دښمن ناوړه عزائم خاورې كړل بلكې په سفارتي ډګر يې هم پاکستان له ځانګړې كاميابۍ وركړې ۔ دې د خپل زوي وفاقي وزير عطا الله تارړ د كردار هم ستائنې كولو سره ووئيل عطاﺀ الله تارړ قامي بيانيه په موثر انداز د هېواد دننه او په نړيواله كچه رامخئ ته كړې او د پاكستان موقف ئې په ښه ډول نړۍ ته وړاندې كړے۔ په دستوره كښې د هېواد سلامتيا، ملي وحدت ٬ پرمختګ٬ خوشحالۍ او د شهيدانو لوړو درجو لپاره خاص دعا وكړې شوه٬ په دې موقع ګډون كوونكو قامي بېرغ هسك كړو او کيک پرې كولو سره يې د بنيان مرصوص وړومبۍ سالګرې ولمانځله ۔ د ستورې په پائې كښې ګډون كوٶنكو د پاکستان زنده باد او د پاك پوځ په حق كښې نعرې هم اووهلې۔











