اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د پبلک اکاٶنټس کميټۍ غونډه د زيارت په ورځ د شاهده اختر علي په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د پي اي سي غړٶ پشمول د اړوندو سركاري ادارو افسرانو ګډون وكړو ، په غونډه كښې د هاٶسنګ و تعميرات وزارت د 2023-24 او 2024-25 د آډټ اعتراضات جاج واخستلے شو٬ د يو آډټ اعتراض جاج اخستو كښې د پي اے سي …
د پي اے سي غونډه، د هاٶسنګ و تعميرات وزارت د 2023-24 او 2024-25 د آډټ اعتراضات جاج واخستے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د پبلک اکاٶنټس کميټۍ غونډه د زيارت په ورځ د شاهده اختر علي په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د پي اي سي غړٶ پشمول د اړوندو سركاري ادارو افسرانو ګډون وكړو ، په غونډه كښې د هاٶسنګ و تعميرات وزارت د 2023-24 او 2024-25 د آډټ اعتراضات جاج واخستلے شو٬ د يو آډټ اعتراض جاج اخستو كښې د پي اے سي غړي معين عامر پيرزاده ووئيل ادارو لپاره د بجټ سازۍ په مهال د خپلو ضرورتونو له مخئ ګرانټس اخستل پكار دي، د ضمني ګرانټس هېڅ جواز نه جوړېږي۔ د هاٶسنګ وزارت سيکرټري ووئيل دا د ھغه وخت خبره ده كله چې پي ډبليو ډي موجود وه، رقم په سپريم انسټي ټيوشنز لګول زمونږ ذمه واري ده۔ شاهده اختر علي ووئيل كوم ځاے چې د بهترۍ ګنجائش شته هلته اقدامات په نظر راتلل پكار دي۔ آډيټر جنرل ووئيل آډټ د اضافي ګرانټ معامله دلته د اعتراض په توګه نه ده اېښودې بلكې دا پارلمان ته وړاندې كول د قواعدو تقاضا ده۔ د آډټ چارواكو ووئيل د فيډرل ګورنمنټ ايمپلائز هاٶسنګ اتھارټۍ په منصوبو كښې د دريو نه تر پنځو كالو تاخير سره د 9 اربه نه زياته ريكوري نه ده شوې۔ د هاٶسنګ سيکرټري ووئيل د ايف جي ايچ اے او د پي ايچ اے د 2017 څخه پېل كېدونكې هره منصوبه تاخير سره مخ شوې، د عدالتي چارې او په لګښت كښې د زياتوالي په څېر ستونزې دې منصوبو ته ورمخئ ته دي، د دوو منصوبو بندولو نه پس نوې ټهيكې وركړې كېږي۔ په دې موقع د غونډې صدر نشين شاهده اختر علي امر وكړو چې د كومو خلقو زيان شوے هغوي له ريليف وركړے شي











