اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) جنرېشن پاکستان په معرکه حق كښې د دښمن په ضد په عظيمه قتح د سترګو ليدلو حال په وئيلو د وياړ څرګندونه كړې۔ تفصيلات له مخې په معرکه حق جنريشن پاکستان ووئيل د پهلګام په پېښه هند د ثبوتونو او شواهدو نه غېر په پاكستان بې بنسټه تورونه لګولي وو، د بي جے پي حکومت ناوړه سياسي مقاصدو لپاره پهلګام فالس فليګ …
د معرکه حق په تاريخي فتح د نوي كول پاك پوځ سره د جذباتي مينې څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) جنرېشن پاکستان په معرکه حق كښې د دښمن په ضد په عظيمه قتح د سترګو ليدلو حال په وئيلو د وياړ څرګندونه كړې۔ تفصيلات له مخې په معرکه حق جنريشن پاکستان ووئيل د پهلګام په پېښه هند د ثبوتونو او شواهدو نه غېر په پاكستان بې بنسټه تورونه لګولي وو، د بي جے پي حکومت ناوړه سياسي مقاصدو لپاره پهلګام فالس فليګ ته بهرنے رنګ وركړو٬ دښمن د پهلګام فالس فليګ هزيمت پټولو لپاره په پاكستان بريد وكړو كوم چې د هغوي لويه تېروتنه وه٬ جنريشن پاکستان ووئيل د مېړنې او وظيفائي پوځ په صلاحيتونو د باور له امله مونږ هېڅ غم نه لرو، پاك پوځ دښمن ته په جارحيت سخت ځواب وركړے او دښمن په توبو شوے ۔ دوي ووئيل د پاكستان د فضائيه مېړنو بازانو هندي جنګي الوتكې رانسكورې كړي او د هغوي د ټېكنالوجۍ ټول كبر ئې خاورې كړو، په معرکه حق كښې د پاکستان اولس په حقيقي معنو كښې د بنيان مرصوص په څېر پاك پوځ سره ولاړ ٶ۔ دوي ووئيل په آپريشن بنيان مرصوص كښې د پاکستاني قام اتحاد، جذبه او همت ګردې نرۍ وليدلو۔











