اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د قائدانه صلاحيتونو او کاميابې ملټري ډپلوميسي نړۍ معترف ده، د فيلډ مارشل عاصم منير د نړيوال امن زياتولو لپاره په زړه پورې ھڅې دوي له په نړيوال توګه عسكري قيادت كښې ممتاز حېثيت وركوي۔ تفصيلات له مخې نړيوالې مجلې د امريکې -ايران په خبرو كښې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ثالث په توګه …
د فيلډ مارشل سيد عاصم منير قائدانه صلاحيتونو او کاميابې ملټري ډپلوميسي نړۍ معترف

مزید خبریں
اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د قائدانه صلاحيتونو او کاميابې ملټري ډپلوميسي نړۍ معترف ده، د فيلډ مارشل عاصم منير د نړيوال امن زياتولو لپاره په زړه پورې ھڅې دوي له په نړيوال توګه عسكري قيادت كښې ممتاز حېثيت وركوي۔ تفصيلات له مخې نړيوالې مجلې د امريکې -ايران په خبرو كښې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ثالث په توګه كردار ډېر مهم او كليدي ګرځولے دے٬ د سپين نوموړې مجلې “ايل پائس” له مخې په مئي كال 2025 كښې د پاك و هند په جنګ كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير د يو فاتح او مېړني پوځي لارښود په توګه رامخې ته شوے، فيلډ مارشل سيد عاصم منير باثره شخصيت دے او د امريکې -ايران په جنګ بندۍ كښې د دوي كردار د ډېر اهميت وړ دے۔ د اېل پائس له مخئ په تاريخ كښې په وړومبي ځل يو امريكائي صدر د يو پاكستاني پوځي مشر كوربتوب كړے څوك چې د حكومت مشر نه ٶ، صدر ټرمپ فيلډ مارشل سيدعاصم منير يو غېر معمولي، بهادر او عظيم جنګيالے ګرځولے٬ د ايران امريكې په خبرو كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ثالث په توګه خبرې اترې مخ په وړاندې بوځي، فيلډ مارشل سيد عاصم منير په ھغه يو څو نړيوالو شخصياتو كښې شامل دے څوك چې په يو وخت د امريكې او ايران دواړو سره د موثره پېغام رسانۍ صلاحيت لري٬ د اېل پائس له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير په سيمه ايزو او نړيوالو پېچلو چارو ښه پوهېږي٬ د پوهانو له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير د خپل قائدانه صلاحيتونو او اثر لرونكي شخصيت په سبب په ګرده نړۍ كښې د خلقو تر نظره دے، د مېنځنے ختيز د جنګ تباهۍ نه ساتلو كښې فيلډ مارشل سيدعاصم منير ډېر مهم كردار لري۔ د عسکري قيادت وظيفائي صلاحيتونه او امن لپاره د اقدامات په نړيواله كچه اعتراف او ډاډګيرنه پاكستان لپاره د وياړ سبب ده۔











