تهران 07 مئي (اے پي پي) د ايران د ملي فټبال ډلې هيډ کوچ امير قالنويي وئيلي دي ډله د كال 2026 فيفا ورلډ کپ د پېل څخه 14 ورځې وړاندې امريكې ته د رسېدو پلان جوړوي دغسې چې د ايونټ بشپړ چمتوالے ونيولے شي او لوبغاړي ځائي ماحول څخه همكاره شي۔ د شنهوا له مخې هيډ کوچ امير قالنويي ووئيل ډلې ته د ورلډ كپ نه وړاندې د …
د ايران فټبال لوبډله د فيفا ورلډ کپ نه 14 ورځې وړاندې امريكې ته د رسېدو پلان جوړوي

مزید خبریں
تهران 07 مئي (اے پي پي) د ايران د ملي فټبال ډلې هيډ کوچ امير قالنويي وئيلي دي ډله د كال 2026 فيفا ورلډ کپ د پېل څخه 14 ورځې وړاندې امريكې ته د رسېدو پلان جوړوي دغسې چې د ايونټ بشپړ چمتوالے ونيولے شي او لوبغاړي ځائي ماحول څخه همكاره شي۔ د شنهوا له مخې هيډ کوچ امير قالنويي ووئيل ډلې ته د ورلډ كپ نه وړاندې د نورو دوه دريو معياري وارم اپ مېچونو ضرورت دے۔ د ايران ډله به په 16 مئي د تربيې كېمپ لپاره تركيه ته ځي او هلته به دوه اوونۍ پاتې كېږي۔ د ايران فټبال فيډريشن صدر مهدي تاج ووئيل په ورلډ کپ كښې د ګډون په اړھ ښه پرېكړې كوٶ۔ ايران په ګروپ جي كښې شامل كړے شوے او خپل وړومبے مېچ به په لاس اېنجلس كښې د نيوزي لينډ په ضد كوي او په 21 جون به هم دلته بيلجيئم سره مقابله كوي او خپل د ګروپ آخري مېچ به په 26 جون سياټل كښې د مصر په ضد كوي








