د پاكستان په ضد ټېسټ سيريز ٬ عاشق الرحمن د بنګله دېش عبوري فيلډنګ كوچ غوره كړے شو

ډھاکه۔6 مئی(اے پی پی) د بنګله دېش كركټ بورډ (بی سی بی) د پاكستان په ضد په دوه ټېسټ مېچونو مشتمل سيريز لپاره مقامي كوچ عاشق الرحمن عبوري فيلډنګ كوچ غوره كړے دے۔ د سپورټس وېب سائټ له مخې دا پرېكړه د مستقل فیلډنګ کوچ جېمز پېمنټ په ملا كښې د تكليف له امله شوې ده۔ دا يوه ښه موقع ده چې يو مقامي كوچ د نړيوالې كچې په چاپېريال …

ډھاکه۔6 مئی(اے پی پی) د بنګله دېش كركټ بورډ (بی سی بی) د پاكستان په ضد په دوه ټېسټ مېچونو مشتمل سيريز لپاره مقامي كوچ عاشق الرحمن عبوري فيلډنګ كوچ غوره كړے دے۔ د سپورټس وېب سائټ له مخې دا پرېكړه د مستقل فیلډنګ کوچ جېمز پېمنټ په ملا كښې د تكليف له امله شوې ده۔ دا يوه ښه موقع ده چې يو مقامي كوچ د نړيوالې كچې په چاپېريال كښې ازمائيلې شي۔عاشق الرحمن په شېرِ بنګله نېشنل سټېډیم كښې ټرېننګ سېشن كښې شامل شوے و۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه اولنے ټېسټ مېچ به 8 مئي څخه ډھاكه او دويم 16 مئي څخه چټو ګرام كښې پېل كيږي۔