اسلام آباد 05 مئی(اے پی پی)د قومي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شيرپاؤ د نوموړې مذهبي شخصيت شيخ الحديث حضرت مولانا محمد ادريس ترنګزئۍ په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔په ايكس خپل پوسټ كښې ده ووئيل په چارسده كښې د ترهه ګرۍ په يوه بله پیښه كښې نوموړے مذهبي شخصيت شيخ الحديث حضرت مولانا محمد ادريس ترنګزئۍ د شهادت خبر په اورېدو ډېر خفه …
آفتاب احمد خان شيرپاؤ د مولانا محمد ادريس ترنګزئۍ په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 مئی(اے پی پی)د قومي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شيرپاؤ د نوموړې مذهبي شخصيت شيخ الحديث حضرت مولانا محمد ادريس ترنګزئۍ په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔په ايكس خپل پوسټ كښې ده ووئيل په چارسده كښې د ترهه ګرۍ په يوه بله پیښه كښې نوموړے مذهبي شخصيت شيخ الحديث حضرت مولانا محمد ادريس ترنګزئۍ د شهادت خبر په اورېدو ډېر خفه شوے يم۔ده ووئيل مولانا محمد ادريس يو ديني شخصيت ؤ د چا د دين علم لپاره خذمات د هېرېدو نه دي٬ ده ووئېل نن د هغه په لاكهونو پيروكار غم جن دي۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔







