اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي پاکستان كښې د هيپاټائټس د رنځورانو شمېره د يو كروړ نه زياته ده٬ زمونږ هېواد په هيپاټائټس سي كښې برابر برخه لري د كومې له مخې چې په سمدستي توګه او موثر اقدامات ضروري دي۔ دا خبره ده د تور زيړي خاتمې په اړه د لوړې كچې غونډه كښې وكړه ۔ ده ووئيل په وړومبي …
حکومت تر كال 2030 د تور زيړي د خاتمې هدف ګرځولے۔ وفاقي وزيرِ سيد مصطفيٰ کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي پاکستان كښې د هيپاټائټس د رنځورانو شمېره د يو كروړ نه زياته ده٬ زمونږ هېواد په هيپاټائټس سي كښې برابر برخه لري د كومې له مخې چې په سمدستي توګه او موثر اقدامات ضروري دي۔ دا خبره ده د تور زيړي خاتمې په اړه د لوړې كچې غونډه كښې وكړه ۔ ده ووئيل په وړومبي پړآو كښې په اسلام آباد، ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمير كښې 21 هيپاټائټس سي تشخيصي کاؤنټرز جوړوٶ چې پكښې په ګلګت بلتستان كښې 6 او آزاد جموں و کشمير كښې درې كاؤنټرز شامل دي۔ په اسلام آباد كښې به په پمز هسپتال، فيډرل جنرل هسپتال (پولي کلينک)، نرم او د سي ډي اے په مرکزونو پشمول د صحت په بېلو بنيادي مركزونو كښې دا كاٶنټرز جوړولې شي٬ په دوېم پړاٶ كښې به په اسلام آباد كښې د دې پروګرام دائره کار تر 84 صحت سهولتونو زياتولې شي او په ګلګت بلتستان كښې 618 او په آزاد جموں و کشمير كښې به تر 1012 صحت مرکزونه جوړولې شي۔ وفاقي وزير په دې موقع امر وكړو چې په اسلام آباد كښې جوړ 12 کاؤنټرز دې په راتلونكې اوونۍ كښې فعاله كړې شي او اړوندې ادارې دې په تشخيصي کاؤنټرز سکريننګ کټس او نور ضروري سهولتونه په وخت باوري كري۔۔ د غونډې مقصد په هېواد كښې د هيپاټائټس سي خاتمې لپاره د تشخيصي کاؤنټرز جوړول او د دې د چمتو والي نيولو تفصيلي جاج اخستل وو۔







